اقتصاد

پانګوال: د لويو پروژو په عملي کېدو سره به د سيمې له هيوادو سره تعامل زيات شي

د خصوصي سکتور غړي وايي: که چېرې د هغو سيمه ييزو اقتصادي پروژو د عملي کېدو بهير پيل شي، چې دا يوه لسيزه يې هيوادوال په تمه دي، يه دې سره به د هيواد په اقتصادي ثبات کې ژور او مثبت تاثيرات رامنځته شي.

د خصوصي سکتور غړي وايي: که چېرې د هغو سيمه ييزو اقتصادي پروژو د عملي کېدو بهير پيل شي، چې دا يوه لسيزه يې هيوادوال په تمه دي، يه دې سره به د هيواد په اقتصادي ثبات کې ژور او مثبت تاثيرات رامنځته شي. د خصوصي سکتور غړي وايي، چې د ټاپي، کاسازر، افغان ټرانس، ټاپ او دې ته ورته نورې پروژې هم شته چې په عملي کېدو سره به يې د افغانستان اقتصادي، امنيتي او سياسي اړيکې له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره ټينګي کړي. بل لور ته افغان حکومت د لويو پروژو د عملي کېدو لپاره خپل تياري ښيي. د خصوصي سکتور غړي په داسې حال کې د لويو سيمه ييزو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي، چې د افغان حکومت مسئولينو تل ويلي، چې افغان لوري د ټاپي پروژې د عملي کولو لپاره پوره چمتووالي لري او که د پروژې نور شريکان وغواړي، دوی کولی شي، د دې پروژې عملي بهير پيل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button