سرلیکنې

پام! بيت المال د ټولو شريک دی

الله تعالی د انساني نوعې له پيدايښت سره يو ځای امتحان او ازمېښت هم پيدا کړی دی، امتحان يوازې د انه دی، چې يو څوک ناروغ، نېستمن او په تکليف اخته شي، بلکې ښه روغتيا، شتمني، حاکميت او خوشحالي هم امتحان او ازمېښت دی.

الله تعالی د انساني نوعې له پيدايښت سره يو ځای امتحان او ازمېښت هم پيدا کړی دی، امتحان يوازې د انه دی، چې يو څوک ناروغ، نېستمن او په تکليف اخته شي، بلکې ښه روغتيا، شتمني، حاکميت او خوشحالي هم امتحان او ازمېښت دی.

رښتيني بريالي هغوی دی، چې يو حالت يې هم له خپل مسير او هدف څخه ونه ګرځوي. شل کاله، چې افغان ملت د اسلامي امارت په مشرۍ له امريکا او لوېديځې نړۍ سره يوه ناانډوله جګړه پر مخ وړه او په دې لاره کې يې ډېرې ستونزې او کړاوونه وګالل؛ خو له نېکه مرغه بريا د افغان ملت په برخه شوه.

له دې وروسته د افغان ملت د چارو واګي اسلامي امارت ته په لاس ورغلل، که څه هم په مجموع کې د اسلامي امارت لوړ رتبه او ټيټ رتبه چارواکي له خيانت او اداري فساد څخه پاک دي؛ خو په ځينو مواردو کې له‌ بيت المال او ملي شتمنيو سره د ځينو ملګرو له ناسم چلند څخه شکايتونه کېږي

د بېلګې په ډول له اړتيا پرته دولتي موټر په ډېر تېز رفتار سره چلول، بې ځايه ډزونه/ټکان او په شخصي کارونو کې د بيت المال د وسايطو او اجناسو کارول.

هغوی چې دغه ډول کړنې کوي، بايد پوه شي چې مسير او هدف يې غلط کړی، بيت المال د ټول ملت ګډه او مشترکه شتمني ده او د‌ هر افغان حق پکې دی.

له بيت المال څخه ناوړه استفاده نه يوازې د ملت خوا بدوي، بلکې د الله د ناخوښۍ او د دنيا او آخرت د ناکامۍ لامل هم ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button