اقتصاد

پاسپورت ریاست نږدې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

شریعت: په افغانستان کې د د پاسپورټونو د اخیستلو لړۍ چټکه شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د هېوادوالو غوښتنو ته په کتلو پاسپورټونه وېشلي دي او د دوی غوښتنې یې پر ځای کړي دي.

شریعت: په افغانستان کې د د پاسپورټونو د اخیستلو لړۍ چټکه شوې چې د افغانستان اسلامي امارت د هېوادوالو غوښتنو ته په کتلو پاسپورټونه وېشلي دي او د دوی غوښتنې یې پر ځای کړي دي.

د افغانستان د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن  وایي: د ورځې د لس زرو په شاوخوا کې په هېوادوالو پاسپورټونه وېشل کیږي.

د نوموړي په وینا: موږ په تېره یو نیم میاشت کې څه کم دوه ملیارده افغانۍ عواید راټول کړي او درې لکه شپږویشت زره پاسپورټونه وېشل شوي. پتمن وویل: هغه هېوادوال چې قانوني مراحل یې طی کړي پاسپورټ یې حق دی ورکوو یې، هغه که نارینه وي او که ښځینه وي.

نوموړی وایي: مونږ سره پاسپورتونه شته دي او د هېوادوالو د غوښتنې په اساس یې په دوی باندې وېشل کېږي.

هغه زیاته کړه: د نوي پاسپورټونو د پلان لپاره موږ کار کړی د اړوند کمپنۍ سره قرارداد لرو که اړتیاه شوه ترې راوغواړو به یې او هېوادوالو ته به یې د دوی د اړتیاوو په اساس وېشل کېږي.

ډېری هېوادوالو وایي چې د پاسپورټونو یوازې په پلازمېني کابل کې وېشل کېږي؛ خو د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن یې نظرونه ردوي او وایي: د هېواد په ټولو ولایتونو کې پاسپورټونه وېشل کیږي او دا لړۍ په نورمال ډول روانه ده.

د پتمن په وینا: مونږ هڅه کړې ده او پخوا په پرتله مو د پاسپورټونو په وېش کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې ده، بانکي سیستم مو راوړی داخل د ریاست ته ، د کاغذي تذکیرو د تایید څانګه مو راوړي، ورځینۍ ظرفیت مو لوړ کړی، ټولو ولایتونو کې د وېش لړۍ خلاصه شوې، بشري ځواک زیات شوی، اولیه خدمات مو برابر کړي او ډېری شعبو ضروریات مو اکمال کړي.

د کابل اوسېدونکی بابرزي چې تازه یې پاسپورټ ترلاسه کړی دی، وایي: فکر مې نه کاوه چې زه به هم پاسپورټ واخلم، ځکه چې ډېری خلکو یې د ترلاسه کولو لپاره فورمې ډکې کړې وې چې د  زه هم د هغې ډلې نه وم، نو کله چې مې و فورمې وخت پوره شوو، د پاسپورټ ټول مراحل مې د یو ساعت په موده کې خلاص شول.

د نوموړي په وینا: نظر تېر وخت ته اوس د پاسپورټ ریاست په انګړ کې د هېوادوالو ستونزې حل کېږي، پخوا به د پیسو د تحویل لپاره د یاد ریاست نه د باندې خلک وتل، ولې اوس دا اسانیتا د ریاست دننه شته ده چې پیسې پکې تحویل کړو، دې او دې ته ورته اسانتیاووې اوس په یاد ریاست کې شته دي.

زیارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button