
پاراسټامول وخورئ او پياوړي شئ!
په یوه تازه څیړنه کې څرګنده شوې چې د درد د دوا، پاراسټامول په خوړلو سره سوچ بدلیږي او د خطر احساس کمیږي.
په یوه تازه څیړنه کې څرګنده شوې چې د درد د دوا، پاراسټامول په خوړلو سره سوچ بدلیږي او د خطر احساس کمیږي.
د امریکا په اوهایو ایالتي پوهنتون کې په ۵۰۰ زده کړیالانو باندې ترسره شوې دې تجربې کې نیمو ته ۱۰۰۰ ملي ګرامه پاراسټامول ورکړل شول او پاتې نورو ته د پاراسټامول په نامه په هماغه کچه باندې بله بې ضرره درمل ورکړل شول.
څه وخت وروسته دغو رضاکارو زده کړیالانو ته په کمپیوټر د پوکاڼيو د ګیم کولو وویل شول چې زیات نه زیاتې پوکاڼۍ داسې له هوا ډکې کړي چې و نه چوي. په بله مرحله کې دوی ټولو ته د پوښتنو یو شیټ وړاندې شو چې خیالي منظرکشي پکې شوې وه او پوښتل شوي وو چې په دغسې حالاتو کې به څه کوي؟
هغو زده کړیالانو چې اصلي پاراسټامول یې خوړلي وو په ګیم کې زیاتې پوکاڼۍ چوولې وې؛ خو هغوی چې پاراسټامول یې نه وو اخیستي په ډیر احتياط مخې ته تللي وو او ډیرې کمې پوکاڼۍ یې چوولې وې.
دغه راز د پوښتنو د شیټ ډکولو پر مهال هم پاراسټامول کاروونکو زده کړیالانو له خطر ډک انتخابونه کړي وو؛ خو بلې ډلې زده کړیالانو خورا محتاط انتخابونه کړي وو.
د دغې مطالعې له پایلو معلومه شوه چې په پاراسټامول کارونکو زده کړیالانو کې د ویرې احساس د دوهم ګروپ زده کړیالانو په پرتله خورا کم و چې له کبله یې کوم کار سره تړلي شوني خطرونه هم نشي محسوسولی.
څرګنده دې وي چې په دې اوسنیو څو کلونو کې په پاراسټامول باندې شویو څیړنو نه معلومیږي چې درد ختمونکې دا عامه دوا په خلکو کې د جذباتي خبرو د محسوسولو وړتیا کموي، بې رحمه کوي یې او په نویو څیزونو د پوهېدلو وړتیا یې هم کموي.
دا څېړنه د «Cognitive & Effective Neuroscience» ژورنال په تازه خپرونې کې نشر شوې.
ساجدالله