اقتصاد

ټولګټو وزارت : روان کال مو ۱۱۰ پراختيايي پروژې بشپړې کړي

ټولګټو وزارت وايي، په پام کې ده، چې په روان هجري لمريز کال کې څه باندې ۱۱۰ پراختيايي د څارنې او ستاتنې پروژې بشپړې کړي، چې له منځه يې د کابل – کندهار لويه لاره، د افغانستان حلقوي سړک او د سالنګ لويې لارې بيارغونه ده. د دغه وزارت وياند ټينګار کوي، چې د پراختيايي پروژو بودجه له کورنيو عوايدو تمويل شوې او د څه باندې دوه ميليارده افغانيو په ارزښت د څارنې او ساتنې د ۹۵ پروژو کار پشپړ شوي دي. اخوا د اقتصاد وزارت ډاډ ورکوي، چې د هيواد والو لپاره دغه وزارت هڅه کوي، چې نورې پانګونې هم جلب کړي. شاوخوا يوه اوونۍ مخکې دافغان حکومت اقتصادي کمېسيون په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د دې کمېسيون د ملي تدارکاتو له لوري، د لس ميليارده افغانيو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button