
اقتصاد
«ټری» نړېواله کمپني افغانستان کې پانګونه کوي
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې د «ټری» په نوم نړېواله کمپنۍ د کندهار تر څنګ په ټول هېواد کې پانګونه کوي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مطبوعاتي مسوول نورالله نوري وايي، چې د یادې کمپنۍ رییس محمد داوود عابدي د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست کې د سوداګرۍ خونې له سرپرست حاجي محمد داوود قادري سره په کتنه کې وویل، په پراخه کچه غواړو په افغانستان کې پانګونه وکړو، چې دا پانګونه به د هېواد د ودې تر څنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي. نوري زیاته کړه، چې د مسوولینو له لوري ورته د کرنې، اوبولګولو او صنعت په برخه کې ډېرې مهمې او بنسټيزې پروژې په ګوته شوې، چې «ټری کمپنۍ» به پانګونه په کې کوي.