
وژونکی پل
افغانستان پلازمېنه کابل پل سوخته! هغه پل چې ځينو ورته د قاتل لقب ورکړ ځينو به بيا ورته د هيلو قاتل ويل او ځينو خو بيا حتی د دنيايي برزخ،دوزخ لقب ورکړی و.
افغانستان پلازمېنه کابل پل سوخته! هغه پل چې ځينو ورته د قاتل لقب ورکړ ځينو به بيا ورته د هيلو قاتل ويل او ځينو خو بيا حتی د دنيايي برزخ،دوزخ لقب ورکړی و.
دوی يو هم نه و غلط ځکه دغه پل هم له انسانانو ژوند او هم هيلې اخيستي.
او دنيايي برزخ خو ځکه و، چې دلته داسي وحشت و، چې انسان يي برداشت نه شوای کولی.
تر دغه پله لاندي به کوچنيو ماشومان ځوانانو ، سپين ږېرو او حتی ښځو به ژوند کاوه.
هغه ژوند چې له هره لحاظه د زهرو په شان تريخ و.
او دغه کار، عمل له تېرو شلو کلونو څخه دوام درلود.
خو له ټولو ځوروونکی ځای دا و،چې دلته شل کاله امريکا او ناټو حاکمان وو او دوی په دې خاطر افغانستان اشغال کړی و، چې ويل يي په افغانستان کې د نشه يي توکوپه وړاندې مبارزه کوي.
خو همدا وژونکی پل د دوی د سترګو په وړاندې رامنځ ته شو او لسګونه کاله و، خو دا چې دوی په خپله دعوا کې کاذب،دروغجن وو ،نو هېڅ يې هم ونکړل.
دوی يواځې دا پل رامنځ ته نکړ، بلکې د نشه يي توکو د لېږد لپاره يې لارې رامنځ ته کړې په نړيوال بازار کې يې د افغانستان دا بد نوم اوچت کړ.
او دلته يې په ميليونونو انسانان معتاد کړل.
خو الحمد لله د اسلامي امارت په راتګ سره دې هر څه يوه بله بڼه غوره کړه:
لومړي د نشه يي توکو پر کښت سخت بنديز ولګېده.
بيا معتادينو ته مجهز روغتونونه جوړ شول.
او بيا ورته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه معتادين را ټول او تر درملنې لاندي ونيول شول.
چې له جملې څخه يې يو دا وژونکی پل سوخته هم و، چې په سلګونو کسان ترې را ټول او د کابل زر بستريز روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدول شول.
په دې ډول د دغه وژونکي پله کيسه پای ته ورسېده.
طالب جان