مقالې او تبصرې

ويده خلک: موږ په نړۍ کې د دوه ډوله ملتونو شاهدان يو

موږ په نړۍ کې د دوه ډوله ملتونو شاهدان يو، يو هغه ملتونه دي چې د خپل ژوند د اسوده ګي په خاطر هلې ځلې کوي او د دې ملتونو هر وګړی دا نظر لري که ارام کېني احتياجېږي او له نورو سره د سيالۍ په ډګر کې ماتې خوري، دويم ډول هغه ملتونه دي چې د حاتم خيراتونه ته يې اړولي او دوی داسې فکر کوي که هر ډول شرايط وي، دوی به وږي نه پاتېږي خو د دوی دا تصور ناسم دی او اوس ټول دا درک کړېده چې په ارامو بسترونو کې چا ته خپله تيار خوراکونه نه رسېږي.

د فرانسوا ولټر يوه مشهوره خبره ده  چې د انسان د مسئوليت په اړه يې کړې، هغه وايي: «زه داسې انګېرم، هر کس که يوازې د يو ساعت څلورمه برخه هم د خپل ژوند د اصلاح او سمون په موخه غور او فکر وکړي، هره مياشت به يې ژوند د تېرې مياشتې په پرتله غوره شوی وي.»

موږ ټول د وخت په ارزښت پوه شوي يو او ټول په يو نظر يو چې وخت له هر څه قېمته دی او بل انسان چې په کومه ساحه کې ژوند کوي، بايد د خپل مسئوليت له مخې د ژوند لپاره مناسب چاپېريال چمتو کاندي خو هغه ملتونه چې نورو ته اړ دي، په عمل کې دا نظر نه پلی کوي،ځکه دوی له هغه حقيقته لرې اوسي چې د ورځني ژوند په شرايطو کې جاري دي.

افلاطون ويلي و، هغوی چې غواړي، ښه ژوند وکړي، بايد حقيقت ته نژدې شي ځکه حقيقت ته د نژدېوالي په صورت کې ممکنه ده چې د دنيا له ناخوالو او غمونو لرې شو.

موږ غوندې ملتونه چې وروسته پاتې دي، يو لامل يې دا دی چې حقيقت نه درک کوي، دوی داسې تصور کوي چې هر څه به دوی ته په اسانۍ رسېږي او بې له دې چې هلې ځلې وکړي، ژوند به يې اسوده او خوشحاله وي، حال دا چې خبره معکوسه ده،

نړۍ د انساني هلو ځلو له سببه اوسني پرمختګونه کړي او دا پرمختګونه په خوبونو نه کېږي بلکې د خورا زياتو هلو ځلو په نتيجه کې يو انسان خپل هدف ته رسېږي.

زموږ په هېواد کې دوه ډوله لټ وګړي ژوند کوي، يو هغه وګړي دي چې دندې لري خو اخلاص نه کوي؛ دوی که رسمي دندې هم لري خو هغه مسئوليت چې ورسپارل شوی وي، په ښه توګه يې نه تر سره کوي بلکې ناغېړي کوي، دوی که هره ورځ هم حاضري لاسليکوي خو خپل مسئوليت نه درک کوي او په اخلاص سره خپله وظيفه نه تر سره کوي. دوهمه ډله هغه لټ وګړي دي چې هېڅ دنده نه لري خو د مرستو پيسو او خوراکي توکيو ته ورځې شپې شماري، په کليو او بانډو کې زياتره داسې وګړي ژوند کوي چې د کار ښه وړتيا هم لري، د کرکيلې ځمکې هم لري خو دوی له سهاره تر ماښامه يا لوبې کوي او يا په عبث کارونو وخت تېروي نو که د اسوده ګۍ او د نورو له احتياجه د را وتو فکر لرو، ښه دا ده چې ژوند او د ژوند اړتياوې په واقعي ډول درک کړو‎ او له درنو خوبونو بايد را پورته شو، د دې خبرو پای به د کاروان صاحب په يو بيت وکړو:

له خوبه پاڅه، خوب دې ډېر شه د خبرو وخت دی

ارمان به وکړې، ګرانه ګران تر مرغلرو وخت دی

محمد فراموش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button