مقالې او تبصرې

ولې د مخدرو توکو پر خلاف د اسلامي امارت مبارزه نه ستايل کېږي؟!

کله چې په حکومت کې فساد نه وي او مسئولينو ته د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې لومړيتوب ولري، هلته حتماً قاطعيت موجود وي او هر څه د قانون مطابق تر سره کېږي، خو که فساد موجود و، نو ټول نظام به ګډ وډ وي، ځکه مفسد چارواکي د مسئوليت احساس نه لري او يوازې شخصي ګټو پسې لالهانده وي.

س. سعيد غلجی

کله چې په حکومت کې فساد نه وي او مسئولينو ته د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې لومړيتوب ولري، هلته حتماً قاطعيت موجود وي او هر څه د قانون مطابق تر سره کېږي، خو که فساد موجود و، نو ټول نظام به ګډ وډ وي، ځکه مفسد چارواکي د مسئوليت احساس نه لري او يوازې شخصي ګټو پسې لالهانده وي.

دغه حقيقت موږ ټولو وليد او وينو يې. تېرو شلو کلونو کې دلته داسې خلک حاکمان وو، چې واک يې نه درلود، د اشغالګرو له خوا ټاکل شوي وو او د هغوی په اشاره نڅېدل. له افغانستان سره يې هېڅ همدردي نه درلوده، کورونه يې په بهر کې وو، اکثرو يې دوهم تابعيت درلود او دلته يوازې د پيسو ګټلو لپاره راغلي وو او دا دی د اشغالپه پای ته رسېدو سره بيرته ولاړل. فساد پکې دې حد ته رسېدلی و، چې معاش به يې شپېته، اويا زره و، خو دی به ميليونر شو!

ځکه خو يې داسې شرمنده دوره تېره کړه، چې د نړۍ په هېڅ قاموس کې نوم نه ورته موندل کېږي. دولتي تشکيلات يې پړسولي وو، خو د کار درک يې نه و معلوم. اکثره ادارو يې د خپلو دندو بالعکس کړنې تر سره کولې، د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت کې له يوې مخې د مخدرو توکو قاچاقبران راغونډ وو (دا خبره د نستوه نادري کتاب کې هم موندلی شئ)، د سولې چارو وزارت يې د سولې دښمني ته ملا تړلې وه، د پوهنې او لوړو زدو کړو وزارتونو يې د فساد او تعليمي تجارت له امله د تعليمي سويې بيخ واېست او داسې خلکو ته يې اسناد ورکړل، چې خپل نوم نه شي ليکلی، محاکمو کې يې د عدالت پر ځای فساد او رشوت پلی کېده، د ماليې وزارت او بانکونو کيسې خو يې تر هر چا ورسېدې، چې د شفافيت پر ځای د غلا طرحې پکې جوړېدلې، د ترافيکو ادارو يې د قانون پلي کولو پر ځای خلک لوټل او د ښاروالۍ غلاوې خو دومره وې چې هېڅ افغان به نه وي ترې ناخبره.

دا هر څه ولې داسې ګډ وډ وو؟!

ځکه چې پهچارواکو کې اخلاص او ژمنتيا نه وه، هغوی دا وطن خپل وطن نه ګاڼه، له بهره راغلي وو او بيرته بهر ته ولاړل، تش جيب راغلي وو او دلته ميليونران شول، وزارتونه، رياستونه او نورې لويې او وړې څوکۍ خرڅېدې، هېچا ځان مسئول نه ګاڼه او هر يو د شخصي ګټو او غلا په لټه کې و. د ټولو حکومتي ادارو معاشات او د رغنيزو چارو مصارف بهرنيانو ورکول، د ملي عوايدو په نامه مو څه نه درلودل، مطلق ګدايي ته ناست وو او په ټولو حکومتي ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی و.

خو لله الحمد؛ دا چې اوسني چارواکي د دې ولس له منځه راپورته شوي، د اخلاص، تقوی او ژمنتيا پر ګاڼه سمبال دي او ځانونه په رښتينې معنی مسئولين ګڼي، نو دا دی وينو چې له ډېرو سختو مشکلاتو سره، سره بيا هم ټولې چارې په خورا ښه توګه پر مخ روانې دي.

د نړيوالو بشردوستانو پر بنديزونو سربېره، بيا هم دلته اقتصاد ورځ تر بلې د ښه کېدو پر لوري روان دی، د حکومت ټول پرسونل ته له خپلې ملي بوديجې معاشات ورکول کېږي، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر بنسټيزو پروژو کار روان دی، فساد ختم شو، مثالي امنيت تأمين دی، د خوارانو او غريبانو حقوقو ته توجه کېږي، سوالګر راټول او بديل معيشت ورته وټاکل شو، د مخدرو توکو د کښت کچه صفر شوه او معتادين هم راټول او روغتونونو ته انتقال شول.

د مخدرو توکو پر خلاف مبارزه هم د نړيوالو يو لوی درواغجن شعار دی، تر دې نامه لاندې هر کال په نړۍ کې په لسګونو غونډې جوړېږي، کمزورو هېوادونو ته يې د مخنيوي لپاره مرستې ورکول کېږي، په قاچاقبرانو يې بنديزونه لګېږي، نيول کېږي او په ټولو رسنيو کې د مخدرو توکو د مخنيوي په نوم پراخ تبليغات کېږي. خو حقيقت دا دی، چې دوی يې بندول نه غواړي، د مخدرو توکو په قاچاق کې د نړۍ په سطحه لوی لوی قاچاقبران لاس لري او له دغه شعار څخه په نړيواله توګه د فشار د آلې او يوې غولوونکې داعيې په توګه استفاده کوي.

اسلامي امارت په تېره دوره کې هم د مخدرو توکو د کښت او قاچاق کچه صفر ته راښکته کړه او په اوسنۍ دوره کې هم دا دی د کښت کچه يې صفر ده له قاچاقبرانو سره يې هم جدي چلند کېږي او د بندولو هڅې يې روانې دي.

خو بالعکس د همدغو دروغجنو نړيوالو بشردوستانو د اشغال په دوره کې په ميليونونو افغانان پر مخدرو توکو روږدي شول، اکثره لوی چارواکي يې په قاچاق کې ښکېل وو او آن تر زندانونو يې هم معتادينو ته نشه يي توکي ور رسول.

خو دا دی اسلامي امارت د مخدرو توکو د کښت او قاچاق د بندولو تر څنګ، د معتادينو د درملنې لپاره هم په پوره جديت کار کوي، د معتادينو ستر مرکز (پل سوخته) شل کاله وروسته له معتادينو پاک شو او په سلګونو ځوانان له دغې وحشي ځالې وژغورل شول او د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شول. مګر نه د امارت په تېره دوره کې نړيوالو بشردوستانو د مخدرو توکو د مخنيوي لپاره له اسلامي امارت سره څه مرسته وکړه او نه يې اوس څه مرسته وکړه، بلکې حتی د ستاينې په نوم يې يوه وړه اعلاميه هم خپره نه کړه. دا ځکه چې دوی په خپله داعيه کې درواغجن دي او په هر څه کې خپلې سياسي موخې پالي.

لکه ناوک صاحب چې ليکلي ؤ: که رښتیا هم د «بشري حقوقو» په نامه نړیوال بنسټونه موجود وای، نن به یي یوازې د پل‌سوخته له قبره د زرګونو ژوندیو مړیو پر ژغورنه افغان حکومت ته جایزې ورکړې وای او پر ټوله نړۍ به يې د دې خدمتګار نظام د په رسمیت پېژندلو غږ کړی وای!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button