سیاست او دولت

ولسمشر پوتین: اسلامي امارت د خپل هېواد پرمختګ او ټیکاو ته زیار ګالي

52 / 100

شریعت: د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د شانګهای سازمان د غونډې په پای کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ویلي چې اسلامي امارت اوسمهال د افغانستان واګې په لاس کې لري او هېواد کې یې د ټیکاو راوستلو په پار هڅې ګړندۍ کړي دي.

ښاغلي پوتین وړاندې څرګنده کړې چې هېڅ حکومت په خپل هېواد کې د بې ثباتي راوستلو پلوی نه دی، اسلامي امارت پر افغان خاورې واکمن دي او د هېواد پرمختګ او ټیکاو ته زیار ګالي.

نوموړي وړاندې ویلي: طالبان له لسیزو راهیسې له داعش سره په جګړه بوخت دي، دې ډلې د روان کال مارچ کې مسکو کې خونړی برید وکړ چې تر ۱۴۰ ډېر کسان یې ووژل. دا نږدې په تېرو دوو لسیزو کې خونړی برید باله شي.

 د ولسمشر پوتین په قول، افغان حکومت یې د ترورېزم د له منځه وړنې له مخې ملګری دی.

کرملین بیاځلې روښانه کړې چې له بندیزونو سره د مخ سازمانونو له ډلې به د اسلامي امارت نوم باسي. د روسیې تاس خبري اژانس ددې هېواد د دولتي سرچینو له قوله لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارتونو جګ پوړو چارواکو ولادیمیر پوتین ته سلا ورکړې چې داسلامي امارت نوم له بندیزونو سره د مخو سازمانونو له نوملړه حذف کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت قزاقستان د اسلامي امارت نوم له بندیزونو سره د مخ سازمان له نوملړ حذف کړ.د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایق ویلي وو چې دا ګام یې له افغان حکومت سره د اړیکو د پراختیا، اقتصادي  ودې او د افغانستان د ځمکنیو واقعیتونو تر درک وروسته پورته کړی. افغان حکومت د قزاق چارواکو د یادې پرېکړې هرکلی کړی و او دا یې د رښتیني درک څرګندویه بللې وه.

مسکو له ۲۰۰۳ زېږدیز کال راهیسې د اسلامي امارت نوم له بندیزونو سره د مخ سازمان په نوملړ کې شامل کړی، خو دغه هېواد اوسمهال له افغانستان سره غوره اړیکې لري. مسکو، د افغان حکومت غړو ته د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده. تر دې دمخه د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوي د روسیې او اسلامي نړۍ ۱۵مې نړیوالې اقتصادي ناسته کې ګډون کړی و.

افغان چارواکو له بندیزونو سره ـ سره د عرب متحده اماراتو په ګډون ترکیې، روسیې او نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د چارو شنونکي داسې انګیري چې د روسیې له خوا د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د حذف غور او اروزونه څرګندوي چې ښایي یاد هېواد د افغانستان په رسميت پېژندنه کې وار لومړی کړي.

هېواد کې د امریکا او ناټو تر ماتې وروسته مسکو او پیکېنګ د سیمې د ټیکاو په پار هڅې ګړندۍ کړي دي. افغان حکومت نه یوازې له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ډپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي، بلکې د اقتصادي راکړې ورکړې ګراف یې هم لوړ کړی. د روسي رسنیو له مخې، یوازې تېرکال د کابل ـ مسکو د سوداګرۍ حجم د تېر په پرتله پینځه برابره لوړ شوی او تر یو میلیارد ډالرو اوښتی دی.

د شانګهای همکاریو سازمان د سیمو د هېوادونو(قزاقستان، چین، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان) په هڅو په ۲۰۰۱ کې رامنځته شو.
تازه د بلاروس په ګډون دغه سازمان هند، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ایران او ازبکستان د تلپاتې غړو په توګه منلي او افغانستان او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

خ.افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button