سیاست او دولت

ولسمشر اردغان: امريکا هڅه کوي سور سمندرګۍ د وينو په سمندر بدل کړي

هيواد : د ترکيې ولسمشر “رجب طيب اردغان” په يمن د امريکا او برېتانيا د تېرې شپې هوايي بريدونو ته توند غبرګون ښودلي دي. اردغان ويلي، چې امريکا او متحدين يې هڅه کوي ترڅو “بحر احمر” سور سمندرګۍ د وينو په سمندر بدل کړي. ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام ويلي، چې په مينځني ختيځ کې څه روان دي د يوې سترې جګړې د پيل مانا لري امريکا-اسرائيل او ځينې نور شيطاني قدرتونه هڅه کوي سيمه نا ارامه کړي.ولسمشر اردغان خبرداري ورکړي که د جګړې ډګر پراخه شي؛ نو موږ مجبور يو چې د مخنيوي لپاره يې له نظامي لارو چارو کار واخلو. ولسمشر اردغان زياته کړې، چې په غزه کې صهيونيستي اشغالګر د حماس ځواکونو سره په جګړه کې له ناکامۍ سره مخ دي او اوس صهيونيستان، امريکا او نور متحدين يې هڅې کوي ترڅو د سيمې نورو هېوادونو ته هم دغه بدمرغه جګړه وغځوي او په غزه کې د خپلو ناکاميو څخه د نړېوالو توجه واړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button