سرلیکنې

وطن پلورونکو غدارانو سره بايد مناسب چلن وشي

دا يو ښکاره حقيقت دی چې د اوسنۍ زمانې په عرف کې هر ډول نظام سياسې مخالفين لري، خو په دې کې هم څه شک نشته چې د اختلاف لپاره هم په هر ملت او هېواد کې يو څه منل شوي او مسلم حدود ټاکل شوي او د نړۍ په هېڅ ګوټ کې داسې څه نه ليدل کېږي چې د وطن غدار او خدمتګار ته په يوه سترګه وکتل شي او ايکي يو ډول مکافات او مجازات دې ورکړل شي. مطلب دا چې په يو هېواد کې حتماً هلته د مېشتو وګړو هر ډول مادي او معنوي ګټې او ارزښتونه ښکاره معلوم وي. مثلاً: د هېواد خپلواکي ساتل او د بهرني يرغل پر وړاندې  مقابله کول، خپلو ديني او کلتوري ارزښتونو ته ژمنتيا، په کور دننه بېلابېلو قومونوته درناوی او د چا پر شخصي حريم تېری نه کول. دا هغه اصول دي چې د يو ملت هر وګړی يې په هر ډول حالاتو کې پر منلو او مراعاتولو مکلف دی، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې له تېرو څه باندې څلوېښتو  کلونو راهيسې داسې ډلې ټپلې هم وليدل شوې چې له واکمن نظام سره د مخالفت په وجه د خپل هېواد او ملت له ټولو ارزښتونو  او ګټو ور تېر او په رڼا ورځ يې د افغانستان په نامه د هېواد او په همدې نامه د يوه حکومت د جوړوونکي او مؤسس  (احمدشاه بابا) له حيثيت او کرداره منکر شول. دوی په ډاګه د پرديو يرغلګر ځواکونه خپل هېواد ته را وبلل، هغوی سره اوږه پر اوږه يې د خپلواکۍ ساتونکو قوتونو پر خلاف تر څو لسيزو جنګونه وکړل، د هغوی په ملتيا يې د افغان ناموس، دين او کلتور سپکاوی وکړ. د دغو وطن پلورونکو غدارو اشخاصو او ډلو له لاسه بيا دا ډول ناروا يو ځل هم نه ده پېښه شوې ،بلکې پرله پسې لا هم لګيا دي او لکه چې په ړومبي ځل يې د شوروي ځواکونو غلامي او نوکري وکړه، دويم ځل يې ناټو خېل را دعوت او پرخپلو هېوادوالو د غټو غټو بمونو غورځولو ته وهڅول. همداسې اوس هم شپه او ورځ خواري کوي څو فرانسه، ايران يا بل داسې څوک ومومي چې هېواد ته يې راوبلي، هماغسې فجايع تکرار او خپلې مردارې ګېډې ورباندې غوړې کړي. لنډه دا چې بې له شکه دا ډول خاين کسان هېڅکله د عفوې او بښنې وړ نه، بلکې له افغانيته د شړلو او نورو سختو سزاګانو مستحق دي، ځکه عفو ښايي د هغه چا لپاره وي چې لږ تر لږه پر خپلو تېروکړو پښېمانه او د راتلونکې لپاره خو ځان اصلاح کړي. په دې اساس موږ ټول بايد دا واقعيت همېشه په ياد ولرو ،چې هېواد پلورونکو او هېواد ساتونکو ته په يوه سترګه کتل او له دواړو سره يو ډل چلن کول يقيناً د افغانانو د لازياتې بدمرغۍ لامل ګرځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button