
روغتیا
وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د عصري عملیات خونو لپاره نوې ودانۍ جوړیږي
عامې روغتیا وزارت وايي، چې په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د رادیو فلوروسکوپي، کلچر، ریکوري، سټنډرډ عملیات خونې، نرس سټېشن، ښځینه اورتوپیدي کلینیک، جومات، لېفټ او ځینې نورې برخې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد وزارت په وینا؛ دغهراز په دې روغتون کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د عصري عملیات خونو څلور پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه او چارې به یې تر شپږو میاشتو پورې بشپړې شي.