
ورزش او سياست
په دې وروستيو کې په افغانانو او افغاني رسنيو کې له بل هر وخته دا خبره ډېره ګرمه او ډېره مطرح کېږي،چې ايا رښتيا هم ورزش له سياسته بېل دی؟ ايا رښتيا هم سياست د ورزش او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ ايا په رښتيا هم نړۍ د دواړو ترمنځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟
په دې وروستيو کې په افغانانو او افغاني رسنيو کې له بل هر وخته دا خبره ډېره ګرمه او ډېره مطرح کېږي،چې ايا رښتيا هم ورزش له سياسته بېل دی؟ ايا رښتيا هم سياست د ورزش او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ ايا په رښتيا هم نړۍ د دواړو ترمنځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟
دا خبره وروسته له هغه ګرمه شوه چې د استراليا کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان کرېکټ له ملي لوبډلې سره د پلان شويو لوبو له کولو انکار وکړ. د دې پرېکړې په غبرګون کې بېلابېل عکس العملونه څرګند شول، ځکه د استراليا کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د اوسني واکمن رژيم لخوا د ښځو د ابتدائي حقونو د نه ورکړې په غبرګون کې دا کار کړی و او ويلي يې وو چې تر څو دا حقونه د افغانستان د اوسني واکمن رژيم لخوا د مېرمنو په برخه کې پلي نه شي تر هغو به د افغانستان دکرېکټ له ملي لوبډلې سره دوه اړخيزه لوبې نه کوي او په مقابل کې يې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو راشد خان ، محمد نبي، نوين الحق او نورو… سخت غبرګونونه وښودل او راشد خان په دې ټينګار وکړ چې سياست او ورزش دې له يو بله لرې وساتل شي او استراليا دې (سياست او ورزش) له يو بل سره نه ګډوي.
خو ايا په رښتونې مانا هم سياست له ورزش سره بېل او جلا دی او ايا رښتيا هم له ورزش څخه سياسي ګټه نه ده شوې؟
د دې په اړه له ورزشه د سياسي استفادې په تاريخ غږېږو، په لومړي ځل په نړيوال ورزش کې د نړۍ د مشهورو او له ټولو جذابو لوبو (اولمپيک) لوبې چې د نړۍ تقريباً ټول هېوادونه يې ګډونوال دي او هر څلور کاله وروسته په ډېر شور او ځوږ تر سره کېږي تاريخ ته تم کېږو.
د اولمپيک په تاريخ کې په ۱۹۰۸ م کال کې د لندن اولمپيک لوبې لومړی ځل په سياسي مسايلو کې راونغښتل شوې چې د پيل په مراسمو کې بايد د هر هېواد لوبډلې په ميدان کې د سټېج له مخې تېرې شوې وای او د انګلستان پاچاه اووم ايډوارډ ته يې د درناوي په خاطر د خپل هېواد بيرغ ښکته کړی وای،خو چې وار د امريکايي ورزشي ډلې ورسېده د هغوی د ډلې بيرغچي د خپل هېواد بيرغ ښکته نه کړ او ويې ويل نه غواړي چې هېچاته د خپل هېواد بيرغ ښکته کړي. له همدې پېښې وروسته دادی ۱۱۵ کاله تېرېږي خوا لا هم خلک په دې فکر دي چې ايا ورزش له سياسته جلا دی، بې له شکه بايد جلا واوسي ايا د جلاوالي امکان يې شته او که نه؟
ځکه ځينې وخت هغه ورزشکاران چې د سياسي اهدافو لپاره يې ځانګړي کارونه کړي،دومره ښاغلي ګڼل شوي چې مجسمې يې جوړې شوې او ځينې وخت سياسې لېوالتيا په ورزش کې د ورزشي ارزښتونو پر ضد ګڼل شوې ده.
په همدې ۱۹۰۸ م کال ايرلنډيان د دې په غبرګون کې چې د برېتانيا لخوا مستعمره شوي وو او ازادي يې پر رسميت نه پېژندله او نه يې د ايرلنډيانو خپلواکي منله د اولمپيک لوبې تحريم کړې.
لومړی نړيوال جنګ د نړۍ مشهورې لوبې (اولمپيک لوبې) په بشپړ ډول تر اغېزې لاندې راوستې وي او همدا غټ لامل و چې د ۱۹۱۶ اولمپيک لوبې ونه شوې.
په ۱۹۲۰ م کې د اولمپيک لوبې پيل شوې،خو په جګړو کې برياليو هېوادونو هغو هېوادونو د ګډون اجازه ورنه کړه چې په جګړو کې يې ماتې خوړلې وه.
په ۱۹۳۶م کال کې (له دويم نړيوال جنګ) دری کاله مخکې په جرمني کې اولمپيک لوبې وشوې چې هېټلر په کې يوازې جرمني لوبغاړو ته چې لوبې يې ګټلې وي د بريا مبارکي ورکړه او نورو ته يې توجه قدرې هم ونه کړه چې بيا د اولمپيک کمېټې ترې وغوښتل چې يا ټولو برياليو لوبغاړو ته مبارکي ورکړه او يا هېچاته هم مبارکي مه ورکوه هغه دويم انتخاب وټاکه او هېچاته يې هم مبارکي ور نه کړه. او د مډالونو له وېشلو مخکې يې لوبغالی پرېښود ځکه نه يې غوښتل کوم غيرجرمني لوبغاړي ته دهغه د بريا مبارکي ورکړي.
د ۱۹۵۶ م اولمپيک لوبې هم همداسې تر سياسي انډوخر لاندې وې ځکه په دې لوبو کې تايوان ته چې چينايانو خپل خاوره ګڼله ، په اولمپيکي لوبو کې د ځانګړي ګډون اجازه ورکړل شوې او چين له همدې امله دا لوبې تحريم کړې وې. مصر، عراق او لبنان هم د دې له امله چې اسرائيلو ترې سينه ټاپو نيولې وه په دې لوبو کې د اعتراض په ډول ګډون ونه کړ.
همداسې په ۱۹۷۲ م کال د مونيخ په لوبو کې د فلسطينانو لخوا اسرائيلي ورزشکاران يرغمل شول او څو کسان په کې ووژل شول د سياسي کېدلو او خونړي کېدلو يو بله مهم پېښه شوه.
په ۱۹۸۰ م کال د مسکو اولمپيکي لوبې چې د افغان شوروي د جګړې تر تاثير لاندې وې، امريکا او غرب نه غوښتل چې د اولمپيک لوبې دې په مسکو کې وشي ځکه چې شوروي په افغانستان کې نظامي حضور درلود او د امريکا په شمول ځينو هېوادونو دا لوبې تحريم کړې وې، جالبه دا وه چې خپله د افغانستان داولمپيکي لوبو لوبغاړو په دې لوبو کې حضور درلود او تر پايه په دې لوبو کې پاتې وو.
د اولمپيک د تېر څه باندې سل کاله تاريخ ته په پام سره په هره دوره کې هڅه شوې،چې له نړيوالو لوبو هېوادونه د سياسي استفادې په توګه کار واخلي او په يو ډول يې تر خپل فشار او نړۍ ته د غږ رسولو يوه وسيله وګرځوي په دې وروستيو کې د۲۰۲۴ م کال د اولمپيک لوبو لپاره تياری روان دی او تمه ده چې دا لوبې به د فرانسې په پاريس کې يو کال وروسته ترسره کېږي او روسي لوبغاړي په کې له ګډونه منع شوي دي. په دې وروستيو کې اولمپيک پرېکړه کړې چې د بوکس (د سوک وهنې) لوبې هم حذف کړي ځکه د اولمپيک لوبې د سترو زبرځواکونو (امريکا، اروپا،کاناډا او استراليا) تر سخت سياسي اغېزې لاندې دي او دوی آن د سوک وهنې برخه د ۲۰۲۴ م کال له اولمپيکي لوبو لرې کړه ځکه اولمپيکي لوبې د سوک وهنې د نړيوال فېډرېشن لخوا د ګازپروم سره د سپانسر په توګه قرارداد وغځاوه او ګازپروم د امريکا او اروپا لخوا هم تحريم شوی،نو له همدې امله (ای او سي) يا د اولمپيک نړيوال سازمان د سوک وهنې برخه په ۲۰۲۴ م کال د پاريس په لوبو کې حذف کړه او د ميليونونو هغه کسانو چې د سوک وهنې او نورو رزمي لوبو مينه وال وو په هيلو او خوشحاليو يې خاورې واړولې او يو ځل بيا لکه د تېر په څېر د ۲۰۲۴ م کال د اولمپيک لوبې د نړيوالې سياسي برتري تر سيوري لاندې لا له وخت وړاندې راغلې او دا چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به نور څه ډول د سياسي کشمشکونو ښکار کېږي وروسته به معلومه شي.
سوک هونه له ۱۹۰۴ م يا له هماغه پيله د اولمپيکي لوبو مشهوره برخه وه او فيلکس ساون( کيوبا) تيوفيلوسټيونسن (کيوبا) لاسازلو پاپ (هنګري) بوريس لاګوتين (روسيه) محمد علي کلي (امريکا) جورج فورمين (امريکا)، لينوکس ليوس (برېتانيا) ، انتوني جوشوا (برېتانيا) اسکر دي لا هويا (اسپانيا) او نور مشهور نړيوال سوک وهونکي له همدې اولمپيکي لوبو راټوکېدلي وو او نړۍ ته يې په خپل بېساري لوبو سره مشهور نوم او شاندار مثال پرېښی دی.
داسې ښکاري چې کرار کرار د اولمپيک پر لوبو د سياست سيوری پراخېږي او دا لوبې چې هر څلور کاله وروسته په نړيواله کچه په خورا لېوالتيا او جذباتو ترسره کېږي په تدريج سره د سياست ښکار کېږي او هر هېواد او هر سياسي نړيوال ايتلاف چې زور او ځواک لري اولمپيک به تر خپل تاثير لاندې راوړي او د اولمپيک هغه نړيوال شهرت او محبوبيت چې د خلکو په منځ کې يې لري د کم رنګه کېدو پر خوا روان دی او هغه لېوالتيا چې خلکو به ورته شېبې شمېرلې او تياری به يې ورته نيوه په تدريج د زمان سره کمېږي او لکه د خلکو د ژوند هر اړخ چې د نړيوالو زبرځواکونو د کشمکشونو ميدان ګرځېدلی د اولمپيک لوبې يې هم تر خپل بدرنګ فشار لاندې راوستې او بيا به کرار کرار د دوو او څو هېوادونو خپلمنځي لوبې يې هم تر تاثير لاندې راوړې او هرڅه به د نړيوال سياسي سرطان تر سرطاني غدو لاندې راشي او د لوبو، ورزشو ، او د ژوند په هر اړخ کې سياست او سياسي برترۍ ورو ورو داخلېږي او ورزش چې د ساعتېرۍ، روغتيا، د ملتونو تر منځ د نږدېوالي او سکښت وسيله ده د نړيوال سياست تر ناولي سيورې لاندې راتلونکې دی.
محمد سليم سليمان