ټولنه او کلتور

وردګو کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۲ ته ورسېد

د میدان وردګ ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي وايي، تېره شپه د دې ولایت په مرکز میدان ښار، جلرېز، نرخ، سیداباد، جغتو او چک ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲ ته لوړ شو او لسګونه نور نادرکه دي. د جلالي په خبره، په‌دې سیمو کې سلګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي. جلالي زیاته کړې، د دې سېلابونو له امله د مرکز میدان‌ښار او جلرېز ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د کابل-بامیان لویه لار هم تړل شوې او د خلاصولوپه موخه یې هڅې پیل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button