واکمنان دې د خلکو خادمان وي نه باداران
هغه ملکونه چې مدرن فوځي وسايل اوغښتلی فوځ ولري دکمزوري هېواد په مقابل کې چې وسلې يې ترهغې کمزورې او د پیاوړي او روزل شوي پوځ نه شتون دهغوی دناکامۍ اوماتې لامل کېږي خو دالله رب العزت قانون بیا جدا دی او د انسان عقل هغې ته نه رسي کوم چې الله (ج) يې غواړي اوکوي يې دانسانانو عقل خو دامني چې څوک په مادي حساب پیاوړی او دوسايلو او تجهیزاتو په پرتله له مقابل لوری څخه قوي وي بریالی معلومېږي.

خو د انسان عقل دا نه مني چې څوک دې له تاپه جسمي ،مادي او اقتصادي لحاظ ضعیف اوهغه دې پرتا بریالی شي خو داسې نه ده مخکې مو اشاره ورته وکړه چې درب العلمین قانون بیا ځانګړی او دنړۍ ډېر سترقوتونه یې دعصر په کمزوري مخلوق هلاک کړی او له منځه يې وړي دي چې بیلګې يې بې شماره دي خواوس هم دانسان عقل لا دې ته نه دې رسيدلی دمثال په توګه دابراهیم علیه السلام په مقابل کې نمرود علیه لعنت د زمانې یوستر قوت ؤ چې دیوه ګوډ ماشي په وسیله هلاک شو چې دالله ( ج) یوکمزوری مخلوق دی دموسی علیه السلام په مقابل کې فرعون چې ځان ته یې ترټولوی خدای ویلو موسی علیه السلام يې ورته په کورکې وروزه کله چې دحق او باطل ترمنځ مقابله راغله فرعون علیه لعنت یې د اوبو په ذریعه هلاک او نابود کړ او موسی علیه اسلام يې دفرعون څخه وژغوره دیوې پيړۍ په لړکې د دريو سترو امپراطوریو ماته دکمزورو او بی وسی افغانانو په لاس له الهي نصرت پرته بل څه کیدای شي. په کارده چې د اقتدار په ګدیو ناست مسؤلین ځانونه په خلکو حاکمان نه بلکې خپل ځانونه د خلکو خادمان وګڼي تېرې ترخې تجربې تکراري نه کړي له هغې څخه پند واخلي دولس زړه خپل کړي لکه چې په پښتو کې یو متل دي په زور کلي نه کېږي دخلکو په زړونو حکومت وکړي او همدا دحاکميت ددوام معنی ورکوي.