سرلیکنې

واورې خوندي او د اوبو سرچینې ژوندۍ کړئ

د الله پاک رحم وشو، چې د روانې اوونۍ د شنبه او یکشنبه په ورځو د هېواد په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پرېمانه واورې او بارانونه واورېدل ،چې د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د بزګرانو پر شونډو یې هیله بښوونکې موسکا راوسته او دوی یې د راتلونکي کال د اوبو په پرېمانۍ اود ملک په ښېرازۍ یوڅه ډاډه کړل.

د الله پاک رحم وشو، چې د روانې اوونۍ د شنبه او یکشنبه په ورځو د هېواد په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پرېمانه واورې او بارانونه واورېدل ،چې د هېوادوالو او په ځانګړي ډول د بزګرانو پر شونډو یې هیله بښوونکې موسکا راوسته او دوی یې د راتلونکي کال د اوبو په پرېمانۍ اود ملک په ښېرازۍ یوڅه ډاډه کړل. اوبه الهي نعمت دی، له اوبو پرته ژوند ګران دی، نو همدا وجه ده ،چې نه یوازې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره اوبوته اړتیا ده، بلکې د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند هم په اوبو پورې تړلی دی ،ځکه اوبه په ټولو برخو کې د ژوند منبع ګڼل شوې ده.

    د کابل ښار پلاني او غیر پلاني کوڅې اوس تقریباً ټولې پخې اوسړکونه هم پاخه دي او د کورونو انګړونه هم اکثره کانګریت شوي ،چې له دې امله زیاتره واورې په کانګریټ شویو تاسیساتو ویلې کېږي او پرته له دې چې اوبه یې په مځکه کې جذب شي د لمر تر وړانګو لاندې بېرته هوا ته تبخیر کېږي ، نوپه همدې اساس ټولو دولتي ادارو او انفرادي اشخاصو خصوصاً کابل ښاریانو ته د اسلامي امارت د مقاماتو سپارښتنه ده ،چې د خپلو بامونو او انګړ واورې په داسې ځایونوکې را ټولې کړي ،چې اوبه یې په آسانۍ سره په مځکه کې جذب شي. ځکه په ښارونو کې د مځکې لاندې اوبو کچه د وروستیو وچکالیو له امله مخ په ټيټېدو ده ،چې دغه امر د کابل ښاریانو د څښلو او نظافت د رعایت اوبو ته لوی ګواښ متوجه کړی، که څه هم د ځینو عواملو له مخې د نړیوال اقلیم تودوخې په ټوله نړۍ کې قسماً وچکالۍ را منځ ته کړي او که یې مخنیوی ونه شي، ډېرې ناوړه پايلې به ولري.

بیا هم دې خبرې ته را ګرځو ،چې که چېرې موږ د خپل انګړ او کورني چاپېریال واورې داسې ځایونو ته ورټولې کړو، چې ځمکه یې د جذب توان ولری ،نو یقیني ده ،چې د ځمکې لاندې اوبو د سرچينو په تغذيه کولو سره به مو د خپل انساني توان په اندازه مرسته کړې وي.

بده به نه وي ،چې د عام ولس هغه استوګنځي، چې د کابل سیند ته څېرمه موقعيت لري اوسېدونکي یې د یوه زحمت په تېرولو سره خپلې واورې د کابل سیند بسترته را ټولې کړي ترهغه چې د څړموني (سرخابونه) را پیدا کېږي دا واورې به ویلې او د سیند په بستر کې به جذب شوې وي ، ترڅنګ یې د کابل ښاروالي هم بايد لطف وکړي له رسمي اودولتي ځایونو څخه دې واورې د خپلو نقلیه وسایطو په ذریعه را ټولې کړي او په خاورينو ځايونو کې ډې خوندي کړي.

نه یوازې ژمنۍ د واورو او باران اوبه، بلکې د کال په اوږدو کې د کورنیو د استعمال هغه اوبه ،چې په پخو لښتیو کې بهېږي ،د ښارپه یوه مناسبه برخه کې داسې خامې ته وګرځول شي ،چې هلته یې ځمکه جذب کړي. که حکومت په لطایف الحیل او رعیت په صداقت اوایماندارۍ لاسونه سره ورکړي هره ستونزه د حل لاره لري .

همدا اوس د کابل په ښار کې د اوبو کچه په بې ساري ډول ټېټه شوې او د هرچا په غوږونو کې د بیم نغمه غږول کېږي ،خوبیا هم د لوی خدای ج فضل وشو او د وروستیو واورو د اورېدو له امله د حکومت او ملت دواړو هیله راپیدا شوه ،ځکه هغه ۱۶سانتي واورې ،چې اوس واورېدلې لمدې واورې وې ،چې د وچو دېرش سانتي واورو ځواب ویلای شي اوهیله ده ،چې په را تلونکې کې هم الله پاک رحم وکړي او پریمانه واورې او بارانونه واورېږي .

د وروستۍ تقاضا په توګه له کابل ښاریانو څخه صمیمانه هیله کېږي ،چې د خپلو انګړونو واورې داسې ځایونو ته ورټولې کړي، چې د مځکني جوف د ریچارچ سبب شي ،چې په دغه عمل به نه یوازې الله پاک خوشحاله شي، بلکې د اوبو د کمبود د مخنیوي په لحاظ به موخپله بندګي سعې ترسره کړې وي اود اوبود کمبود له وجې هغه تکیه خطر ،چې کابل ښاریان یې اندېښمن کړي هم کم شي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button