سرلیکنې

واورې او زموږ ټولنيز مسئوليت!

الله تعالی په ځمکه کې د انسانانو، ژويو او نباتاتو د بقا او پايښت له پاره اوبه پيدا کړي دي، دغه ستر نعمت الله تعالی نه يوازې د څښلو او نظافت راوستلو لپاره پيدا کړی دی،  بلکې ټولې هغه غلې دانې چې ځمکه يې زرغونوي، د اوبو برکت دی. يا په بل تعبير اوبه د انسان په ژوند کې له اکسېجن وروسته  دوهم ضروري توکی دی او همدا لامل دی، چې الله تعالی د پاکې هوا په څېر اوبه هم ښې ډېرې پيدا کړي او هر چاته يې د هغه د اړتياوو د پوره کولو لپاره واک پرې ورکړی دی.

خو په دې وروستيو کې د ځينو سترو هيوادونو له لوري په وچه او اوبو کې د يو لړ کړنو له امله د نړۍ په ډېرو برخو کې د پاکو اوبو سرچينو ته د انسانانو لاسرسی يو څه محدود شوی دی او اقليمي بدلونونه رامنځته شوي دي، چې زموږ هيواد کې يې هم اغېزې ښکاره شوي دي، چې وچکالي يې له ټولو ستره نښه يادولی شو.

خو مهمه داده چې موږ  بايد څرنګه  له دې ستر خدای راکړي نعمت څخه سالمه ګټه پورته کړو او د اقليمي بدلونونو له ناوړه اغېزو تر يو څه حده مخنيوی وکړو؟

په دې برخه کې له ټولو لومړی بايد د هيواد په بېلابېلو سيمو کې له څو ورځو راهيسې د شوې پرېمانه واورې غم وخوړل شي، تر څو په راتلونکي کې د ځمکې لاندې د اوبو سرچينې تغذيه کړي او د وچکالۍ د ناوړه اغېزو مخه ونيول شي.

د اوبو د چارو متخصصين سپارښتنه لري، چې په دې برخه کې له ټولو مهمه داده چې خلک بايد له بامونو، لويو لارو او سړکونو څخه واورې خاورينو او خامه ځايونو ته انتقال کړي، په دې سره به له يوه لوري د الله تعالی د دې ستر نعمت شکر اداء شي او له بل لوري به تر ځمکې لاندې د اوبو سرچينې تغذيه شي.

دا کار که څه هم ډېر آسانه او ساده دی، خو د عامه پوهاوي د نشتوالي له امله ډېر خلک پاملرنه، نه ورته کوي؛ نو د دې لپاره چې خلک د اوبو سپما او ساتنې ته متوجه شي، رسنۍ، د جوماتونو امامان، استادان او نور بانفوذه اشخاص بايد دغه اجتماعي مسئوليت او رسالت سرته ورسوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button