روغتیاګزارش

هېواد کې د ملاريا څه کم ۳۰ زره پېښې ثبت شوې

شریعت: د ګرمۍ موسم په زیاتېدو سره د ملاریا ناروغي هم زیاته شوې، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر اوسه په ټول هېواد کې څه کم ۳۰ زره د ملاریا پېښې ثبت شوې. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ټول هېواد کې د همدې ناروغۍ یو لک، ۸۰ زره او ۷۱۸ مثبت پېښې ثبت شوې وې.

شریعت: د ګرمۍ موسم په زیاتېدو سره د ملاریا ناروغي هم زیاته شوې، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر اوسه په ټول هېواد کې څه کم ۳۰ زره د ملاریا پېښې ثبت شوې. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په ټول هېواد کې د همدې ناروغۍ یو لک، ۸۰ زره او ۷۱۸ مثبت پېښې ثبت شوې وې.

ډاکتر عبدالرحمن حقیار وایي چې د ګرمۍ په موسم کې د ملاریا ناروغي سربېره د محرکې، اسهال، ډیهیډرېشن(د بدن مایعات کمېدل)، تبې او دانو ناروغۍ هم زیاتېږي، چې تر ټولو زیاته یې ملاریا وي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د شریعت ورځپاڼې خبریال ته د دې ناروغۍ د مخنيوي په اړه وویل: د ملاریا له لوړ ګواښ سره مخامخ ولایتونو کې؛ د ننګرهار بهسود، پچیر اګام او سرخرود ولسوالۍ کې د پشه‌خانو وېش تر سره شوی؛ د ملاریا ضد درملو په کافي اندازه سپلای کلینیکونو ته د هېواد په کچه؛ د هېواد په کچه په غیر تشخیصیه کلینیکونو کې او د ټولنې په کچه روغتیایي پوستو ته د ملاریا ضد درمل او چټک تشخیصیه ټسټونه برابر شوي دي.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په لېږل شوي پیغام کې د تېر په پرتله د سږکال پېښې زیاتې وبللې، هغه وایي: په ننګرهار کې د ملاریا وضیعت که د تېر کال سره پرتله کړو، سږکال پېښې لوړې دي، تېر کال موږ په د ۲۰۲۳ کال په لومړیو څلور میاشتو کې ۵ زره او ۲ سوه شاوخوا د ملاریا واقعات لرل، خو سږکال په همدغه ۴ میاشتو کې د ملاریا ۷ زره او ۲ سوه واقعات لرو،خو ښاغلی رحیمي په دغه ولایت کې د ملاریا د پېښو زیاتېدو لاملونه د زیاتو مهاجرینو میشت کېدل، د باران او سېلابونو له وجې د ډنډونو جوړېدل، روغتونونو ته د خلکو زیات لاسرسی او د اقتصادي ستونزو له امله دولتي روغتونونو ته د خلکو زیات ورتګ ګڼي؛ دی دا هم وایي چې د دې ناروغۍ په وړاندې د پشه خانو کارول کولی شي، د دغه ناوغۍ په شمېر کې کمښت راولي او په همدې خاطر مو د ننګرهار ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې پشه خانو وېش ترسره کړی او په نورو ولسوالیو کې له دې مخکې ترسره شوی و.

د لغمان ولایت د عامې روغتیا ریاست د ملاریا او نورو ویکتور لېږنده ناروغیو ډیپارټمنټ د اپیدمینولوژي سوپروایزر وایي چې د ۱۴۰۲ کال ټولې مثبتې پېښې ۲۹۲۵۶ او د روان کال ټولې مثبتې پېښې ۷۸۸ ثبت شوې دي.

هغه وایي چې د لغمان په ټولو روغتیایي مرکزونو کې عامه پوهاوی ترسره شوی، په ټولو صحي مراکزو کې امېدوارو میندو ته د پشه‌خانو د وېش لړۍ په منظم شکل جریان لري، د ملاریا په تشخیص او درملنه کې خصوصي سکتور او ټولو روغتیایي مراکزو آمرینو او اړوند مسوولینو ته ټریننګونه ورکړل شوي، تر څو د ملاریا د پېښو ګراف کنټرول شي؛ د پشه‌خانو مکمل وېش د ولسوالیو نفوسو ته په کتو سره، عامه پوهاوی، جلسې دایرول، تشخیص او درملنې ټریننګ دایرول جریان لري.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button