اقتصاد

هېواد کې د انجې بوټي کرکېله ډېره شوې ده

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په روان کال کې یې پر نږدې زر هکټاره ځمکه د انجې بوټي د کرلو بهیر بشپړ کړی دی. دغه وزارت زیاتوي چې لسو ولایتونو کې د دغه بوټي د کرکېلې لپاره هم هڅې پیل شوې دي. له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې وروستیو کې خصوصي سکټور د انجې بوټي پر کرکېلې او تولیدي چارو ډېرې پانګونې کړي او په وینا یې، د هوايي دهلېز له لارې هم نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د انجې بوټي ډېره کچه صادرات هند، چین، پاکستان او امریکا ته کېږي. انجه د هېواد له مهمو طبي بوټو او صادراتي محصولاتو دی چې په دې وروستیو کلونو کې یې کرکیلې او د شیرې د تولید کچې د پام وړ وده کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button