
هېواد ته دې راستنېدونکي نور هم وهڅول شي
دکډوالو چارو وزارت ويلي په دې وروستيوکې هېواد ته له ګاونډيو او لرې هېوادونو د راستنېدونکو په شمېر کې ښکاره زياتوالی راغلی او هره ورځ له بېلابېلو لارو سلګونه وګړي او کورنۍ بېرته راستنېږي ، حقيقت دا دی،چې له تېرو څه باندې څلورو لسيزو راهيسې افغان ولس د نړيوالو يرغلګرو د جګړو او مداخلو له امله ډېر زيات وکړېد او له همدې امله پر ګاونډيو هېوادونو سربېره لکونه هېوادوال د نړۍ په لرو برو کې خپاره واره شول چې زياتره يې خورا زيات له پرېشانۍ او کړاوه ډک ژوند تېروي، نو دا چې اوس په هېواد کې د سولې، امنيت او يو برلاسي مرکزي نظام له ټينګښته وروسته د راستنېدونکو په شمېر کې زيات والی راغلی، معلومېږي،چې افغانان يوازې خپل هېواد کې د امنيت او سولې ارمانجن دي او د يو سوله ييز ژوند لپاره د شرايطو په چمتوکېدو هېڅ افغان هم پرديو هېوادونو کې له احتياج او ستونزو ډک ژوند نه خوښوي. البته دا نه يوازې د مغرضو هېوادونو د تبليغاتي يرغل پايله ده،چې ځينو خلکو د بهرنيانو له وتلو سره سم په خورا بد حال او بيړه د تېښتې لارې لټولې په هرصورت دا چې اوس ډېر مهاجر د خپل هېواد په لور تلوسه لري، دا واقعيت راښيي،چې يقيناً په هېواد کې ثبات راغلی او پر روان وضعيت خلک ډاډمن شوي دي، موږ دا حالت په نېک فال نيسو او لويه بريا او پرمختګ يې بولو ځکه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د يو قوم انتشار اوخوار ګرځېدل طبعاً د زښته ډېرې اندېښنې او پرېشانۍ لامل ګرځي،نو لازمه ده
چې په دې اړه د حکومت او رعيت له خوا پوره پاملرنه وشي. په دې مانا چې لومړي سرکې د هغه پروپاګند ترديد او مخنيوی وشي کوم چې افغانستان له لوږې، بېوزلۍ، بدمرغۍ او وحشته ډک بولي او په خپلو درواغجنو تبليغاتو سره په ميلينو وګړي رنځوي، وژني او تښتوي د مثال په ډول د بهرني اشغال ترخاتمې وروسته افغانانو وليدل،چې مغرضو جهتونو د افغانستان د تباهۍ، بدحالۍ،بحران اوناورين څومره ډنډورې وغږولې اوڅرنګه يې د لوږې،يخنۍ ،ناروغيو او خوارځواکۍ له امله د ميليونو وګړو د مرګونو زيري کول،خو د څښتن تعالی په لوی فضل د هغوی ګرد سره تبليغات کاملاً شنډ او پوچ شول، له دې چې دا دی اوس خپل او پردې هېوادکې د سياسي،امنيتي او اقتصادي استحکام او ثبات نښې نښانې په خپلو سترګو وينئ چې په ترڅ کې يې د مهاجرو کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ هم تونده شوې او هرافغان په کک هوډ سره په خپل هېواد کې دکاروبار او پرمختګ لپاره ملاتړلې ده. همدارنګه له دې ورهاخوا دحکومت ، عوامو او خيريه بنسټونو بله ذمه واري داده چې له بهره راتلونکو مهاجرو او په کورد ننه بېځايه شويو کورنيو سره ترخپله وسه مرستې وکړي څو هغوی هم دکور اوکار څښتنان او د هېواد په ودانولو کې د خدمت جوګه شي، دا يوه لويه ملي ذمه واري ده،چې په هکله يې ذره غفلت هم و نه شي.