سرلیکنې

هیڅ ډلی ته د جګړي جواز نه دي پاتې!

تېرو ناخوالو ته په کتو اوس باید ګرد افغان سیاستوال خپل دا نارینتوب وښيي او په ډاګه یې څرګند کړي چې تېره شل کلنه دوره کې د اسلامي امارت دریځ کاملاً برحق، معقول او له انساني، اخلاقی اصولو سره  بالکل سم و.

تېرو ناخوالو ته په کتو اوس باید ګرد افغان سیاستوال خپل دا نارینتوب وښيي او په ډاګه یې څرګند کړي چې تېره شل کلنه دوره کې د اسلامي امارت دریځ کاملاً برحق، معقول او له انساني، اخلاقی اصولو سره  بالکل سم و. د دې دریځ په حقانیت کې ځکه څه شک نه و چې ټول افغان ملت یې پوره شل کاله په ډېرو مشکلو حالاتو کې تر شا ولاړ او هر ډول قربانۍ یې ورسره وزغملې او ولې به یې نه زغملې، حال دا چې د پرنګي اشغال یې په سر سترګو لیده، د ملي نوامیسو او مقدساتو د سپکاوي شاهدان وو، په سیاسي، اقتصادي او نظامی ډګر کې د اجیرو افغانانو حقارت او بې وسي ورته معلومه او فساد، فتنو، اخلاقي جرایمو او ټولنیزو ګډوډیو کې د پردیو تشویق، تمویل او تعلیم له هیچا پټ نه و. مطلب دا چې کله څوک جکړې ته ملاتړي نو د مادي اسبابو ترڅنګ یوې قوي، منطقي او مستدلې داعیي ته یې اړتیا تر هر څه ډېره زیاته وي او همدغه رښتینې داعیه د جګړې د دوام قوت او پرمخ بیولو لپاره صبر او ثبات ورکوي.

په دې اساس موږ ویلي شو چې پورتني اصل ته په کتو نن سبا زموږ هېواد کې د هیڅ کومې سیاسي ډلې، مذهب یا قوم لپاره د جګړې څه رښتینی جواز او معقوله پلمه نشته. البته که څوک په حکومت کې د مقاماتو او مالی منابعو غوښتنې لپاره مبارزه کوي نو په کار ده چې له حکومت سره خبرې اترې وکړي، نه دا چې باروتو او مقناطیسي بمونو ته لاس واچوي. پاتې شول ځینې هغه شعارونه چې د پخواني رژیم لویانو به تکرارول لکه د ښځو حقونه، ترهګرۍ سره مبارزه، جمهوریت، اساسی قانون، د واشنګټن او لندن ژغورنه او داسې نورې اوتې بوتې چې کله به یې سرې کرښې بللې او کله به له سرونو هم ورته تېرول، نو دا دی بیا هم ټول ملت ولیدل چې حقیقت یې څه ؤ؟ ځکه واقعیت دا دی چې دا شعارونه کاملاً پردي، تحمیلی او له ملي ارادې سره یو مخ په ټکر کې وو. بنا پر دې اوس رښتیا هم هغه وخت را رسېدلی چې نه حکومت په خپل هېواد کې کوم شخص یا ډلې ته د جګړې پلمه او جواز په لاس ورکړي او نه سیاستوال د خپلو ځاني غرضونو یا له پر دیو نه د مال؛ دولت ګټلو په هوس له ناجایزو لارو د خپل ولس بې وزله عوام جګړې ته ولمسوي. راځئ له همدې غوره فرصته پوره پوره ګټه واخلو، داسې فرصت چې نه اشغال وی، نه الحاد او نه فساد، تر ټولو ښه او مناسبه موقع ده. د وطن د آبادی داسې وختونه کله کله ترلاسه کېدی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button