مرکې

هيواد کې راټولو شويو سوالګرو ته د حرفوي زده کړو زمينه برابرېږي

هيواد:  په کابل  ښار کې چې څوک ګرځي او يا يې د دندو په لور لاره وي، نو دوی به حتماً له څو سوالګرو سره مخ کېږي ، چې په يوه او بل نامه له خلکو د پيسو غوښتنه کوي.

هيواد:  په کابل  ښار کې چې څوک ګرځي او يا يې د دندو په لور لاره وي، نو دوی به حتماً له څو سوالګرو سره مخ کېږي ، چې په يوه او بل نامه له خلکو د پيسو غوښتنه کوي. دا چې افغانان پر دين کلک ولاړ خلک دی، نو سوالګر هم د پيسو غوښتلو لپاره د الله (ج)  او نورو ديني مقدساتو نومونه يادوي ، تر څو دوی پيسې ورکړي. له دې څخه وړاندې د دوی لپاره د دولت په چوکاټ کې نه کوم پلان و او نه ورته کومه د حل لاره په نظر کې نيول شوې وه تر څو دوی ټولو او ستونزو ته يې رسېدنه وشي  د اسلامي امارت په تازه اقدام کې ، چې له مخې به يې سوالګر د ښارونو له واټونو را تولېږي، قانون تصويب کړ. د نوي تصويب شوي قانون اړوند هيواد ورځپاڼې د کورنيو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې معين الحاج ملا عبدالحق اخند همکار سره مرکه کړې ، چې ياد قانون يې  څنګه او د څو مادو په اساس تصويب شوی دی؟

پوښتنه: په هيواد کې څومره سوالګر شته؟

ځواب: تر اوسه د هيواد په سطحه د سوالګرو د شمېر معلومولو لپار احصائيه نه ده شوې ،چې له مخې  يې د سوالګرو کره شمېره معلومه شوې وي.

پوښتنه: د سوالګرو لپاره نوي قانون په کوم اساس جوړ شو؟

ځواب: دغه قانون د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله) له لوري د (۹) مې ګڼې فرمان په اساس جوړ شوي ، چې له لاندې موخو څخه برخمن دي:

الف: د سوالګرو راټولولو د چارو تنظيمول.

ب: د بې وزله، حرفوي او سازمان موندلو سوالګرو د تشخيصولو او ثبتولو زمينې برابرول.

ج: د امکان تر حده له بې وزلو سوالګرو سره مالي مرسته.

د: د راټولو شويو سوالګرو لپاره ښوونيز پروګرامونه او دحرفوي زده کړو زمينه برابرول.
پوښتنه: نوي قانون له څو مادو څخه تشکيل دی؟

ځواب: د سوالګرو لپاره نوي تصويب شوي قانون  ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې توشېح شوی دی.

پوښتنه: د نوي قانون له مخې په کومو شرايطو سوالګر راټولېږي؟

ځواب: کوم سوالګر ،چې راټولېږي، بيا د اړوندې کمېټې له لارې ثبت او بايومتريک کېږي،

مستحق سوالګر، حرفوي سوالګر، د سوالګرو تنظيم کوونکي او غيره…. ټول څېړل او تثبيت کېږي، مستحقو سوالګرو ته مياشتنۍ يو اندازه پيسې ور کول کېږي، تر څنګ يې ښوونيزه روزنه هم ورکول کېږي. د دې خلاف هغه سوالګر کوم، چې غير مستحق ( حرفوي/ سازماني ) دي محاکمو ته سپارل کېږي.

پوښتنه: د دغه فانون له مخې سوالګرو ته کوم ډول زمينه برابرېږي ، تر څو سوالګري ونه کړي؟

ځواب: د دغه قانون د پلوي کولو لپاره نږدې (۱۶) شپاړس اړوند وزارتونه او ادارې د سوالګرۍ د مخنيوي اړوندو چارو کې دخيلې دي او هره اداره په ترتيب سره د سوالګرۍ د مخنيوي لپاره، سوالګرو ته د کار، زده کړو او تربيت چارې پر مخ وړي، البته په خپلو اړوندو برخو کې.
پوښتنه: دغه قانون به يوازې کابل کې پلي کېږي او که په ټول هېواد کې؟
ځواب: د سوالګرو لپاره توشېح شوي قانون به په ټول هيواد کې پلي کېږي.
پوښتنه: توشېح شوي قانون به د سوالګرو په راټولولو کې څومره مرسته وکړي؟
ځواب: د سوالګرو د راټولولو لپاره له تېر يو کال راهيسې هڅې روانې دي چې په کابل او نورو ولايتونو کې سوالګر راټول شي،  دا چې کابل پلازمېنه ده، نو د نورو ولايتونو په پرتله په کې سوالګر ډېر دي، نو قانون ګټور ثابت شوی او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

پوښتنه: راټول شوي سوالګر به په څه بوخت کړاي شي؟

ځواب: دا چې د سوالګرو د راټولولو لپاره هڅې روانې دي، نو دوی به همداسې نه پاتې کېږي، دوی به په لومړي سر کې په حرفوي او ښوونيزو زده کړو بوخت کېږي او له دې وروسته به ورته د کار کولو زمينه برابرېږي چې په ټولنه کې د کار جوګه شي.               زيارمل هوتک

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button