
په هيواد کې ديخنۍ له امله د مړينې کچه لوړه شوې
په افغانستان کې د يخنۍ له امله د مړو شويو کسانو شمېر له ۱۲۰ زيات شوی دی. له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ادارې وياند شفيع الله رحيمي ويلي ،چې څه باندې پنځوس کورونه بشپړ يا جزيي وران شوي او ۷۰ زره څاروي تلف شوي دي. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د جنورۍ په مياشت کې د تودوخې له ټولو ټيټه درجه د افغانستان په مرکزي ولايت غور کې ثبت شوې چې د سانتي ګراد په حساب منفي ۳۴ درجو ته رسېده. په افغانستان کې د يخنۍ دغې بېسارې څپې ډېرې تنفسي ناروغۍ په تېره په ماشومانو کې رامنځته کړي. د رحيمي په وينا يوازې د بدخشان په پامير سيمه کې ۲۱ کسان د تنفسي ناروغۍ له امله مړه شوي او داسې راپورونه يې ترلاسه کړي ،چې د يو شمېر کورنيو غړي د ګازو د لوګي د تنفس کولو له امله مړه کېږي. د روغتيا وزارت ويلي، تېره اوونۍ ترپنځه زره پورې ماشومان روغتونونو کې بستر شوي دي.