
هيواد وال: د کونړ پر سيند د اوبو بند جوړولو کې همکارۍ ته چمتو يو
په اوږد مهال کې د کونړ پر سيند د برښنا او اوبو بند جوړولو پروژه افغان دولت په پلان کې لري او د دې پروژې سروې د سردار محمد داوود خان د واک پرمهال ترسره شوې هم وه .له کلونو راهيسې د کونړ سيند اوبه ګاونډي هېواد پاکستان ته روانې دي او هلته ترې د برښنا او ځمکو خړوب لپاره ګټه اخېستل کېږي.له هغې وروسته چې پاکستان پر زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پيل کړې افغانان د کونړ پر سيند د اوبو بند جوړېدو غوښتنه کوي.
په اوږد مهال کې د کونړ پر سيند د برښنا او اوبو بند جوړولو پروژه افغان دولت په پلان کې لري او د دې پروژې سروې د سردار محمد داوود خان د واک پرمهال ترسره شوې هم وه .له کلونو راهيسې د کونړ سيند اوبه ګاونډي هېواد پاکستان ته روانې دي او هلته ترې د برښنا او ځمکو خړوب لپاره ګټه اخېستل کېږي.له هغې وروسته چې پاکستان پر زور د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پيل کړې افغانان د کونړ پر سيند د اوبو بند جوړېدو غوښتنه کوي.
د کندز ولايت يو تن اوسېدونکی محمد اشرف وايي: (( که په هر قيمت کېږي، بايد د کونړ سيند اوبه مهار شي. دا د مشرقي او ټول هيواد خلکو اوبه دي. زه د يوه مشر په توګه، د يوه سپين ګيري په توګه پيسې هم ورکوم، کاريګر هم ورته نيسم او خپله هم کار کوم. په هر قيمت چې کېږي بايد دا اوبه مهار شي. له اسلامي امارته مو هيله دا ده چې دا اوبه مهار کړي.))د کندز ولايت يو بل اوسېدونکي حاجي مير اقا بيا وايي: (( موږ افغانان ټول د کونړ سيند اوبو مهار کېدل غواړو. مالي او ځاني مرستو ته چمتو يو. خپله څومره دارايي چې لرو دا ترې قربان کوو.))
د پلازمينې کابل اوسېدونکي هم همدا غوښتنه کوي چې افغان دولت بايد د کونړ پر سيند د اوبو بند جوړېدو چارې پيل کړي او دوی ورسره همکار دي.د کابل يو تن اوسېدونکی وايي: (( د کونړ سيند چې د افغانستان پر اقتصادي، کرنې او کاري سکتور کې ځانګړي اقتصادي او ملي ارزښت لرونکي دي، افغانستان ملت نه يوازې د دې سيند د اوبو له مهار کولو بشپړ ملاتړ کوي ،بلکې دا اراده لري ،چې د دې سيند د اوبو مهار کولو ټول لګښت ملت ورکړي. نو موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د دې سيند اوبه ژر تر ژره مهار کړي او دا دې په خپلو اقتصادي پاليسو کې شامل کړي.))دبلخ اوسېدونکي هم وايي: ولسونه له حکومت سره همکار دي او بايد د کونړ سيند د اوبو مهار لپاره جدي کار پيل شي.د بلخ ولايت يو تن اوسېدونکي وايي:(( د کونړ سيند اوبه کلونه په وړيا ډول پاکستان ته روانې دي. دا چې اوس هغوی پر خپله خاوره افغان کډوالو ته ځای نه ورکوي، د هغوی کورونه يې ترې پر زوره وګرځول، نو زموږ تمه په دغه برخه کې له اسلامي امارته دا ده، چې ژر تر ژره دې د کونړ سيند اوبو مهار کولو لپاره هلې ځلې وکړي. که اسلامي امارت يوازې په رسمي توګه غږ پورته کړي، چې موږ د کونړ پر سيند باندې يو بند جوړوو، ترڅو اوبه له پاکستانه راوګرځول شي د افغانستان ټول قومونه که پښتون دي، که تاجک دي، که هزاره دي، که ترکمن دي، که ازبک دي که له هره قومه وي، انشاء الله له اسلامي امارت سره به درېږي.))
د لويې پکتيا او خوست اوسېدونکي هم دې ته لېواله دي ،چې د افغانستان اوبه مهار شي او په ځانګړي توګه د کونړ پر سيند دې داسې بند جوړ شي، چې له اوبو او برښنا يې نه يوازې خيتځ ،بلکې ټول هيواد ګټه واخلي.
د خوست ولايت يو تن اوسېدونکی وايي: (( له حکومته مو هيله دا ده ،چې په دې برخه کې ګام پورته کړي ځکه دا د ټول افغانستان پر ګټه ده. د کونړ سيند اوبه بايد مهار شي. په دې برخه کې زه او نور ځوانان دې ته چمتو يو ،چې له حکومت سره همکار پاتې شو او هغه څه مو چې په وس کې وي له دوی ( حکومت ) سره همکاري وکړو.))په ورته مهال د هرات او کندهار اوسېدونکي په جدي توګه له حکومته غواړي د کونړ سيند د اوبو مهار لپاره دې ګړندي ګامونه واخلي او په مالي يې برخه کې ورسره همکار دي.عبدالعزيز چې د حقوقو او سياسي علومو محصل دی وايي: بايد د کونړ سيند اوبو د مهار لپاره په دغه سيند د برښنا اوبو ستر بند جوړ شي او دي حاضر دي چې د خپلو زده کړو د يوه سيميسټر فيس ورته ځانګړي کړي.د کونړ پر سيند د اوبو او برښنا بند جوړښت ستره پروژه بلل کېږي ،چې سرته رسېدو سره به يې په زرګونه هکتاره شاړه ځمکه خړوب او ګڼو ولايتونو ته به برښنا ورکړي او له دې سره به د افغانستان اوبه چې له کلونو کلونو راهيسې ګاونډي پاکستان ته وړيا روانې دي مهار شي.