
هيواد وال: د راستانه شويو افغانانو کوربتوب ته چمتو يو
د ګڼو ولايتونو اوسېدونکي وايي: چمتو دي چې له پاکستانه راستانه شويو افغانانو سره د خپلې خولې مړۍ نيمه کړي.
د ګڼو ولايتونو اوسېدونکي وايي: چمتو دي چې له پاکستانه راستانه شويو افغانانو سره د خپلې خولې مړۍ نيمه کړي.
دوی له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ايستل غندي او د انساني او اخلاقي اصولو خلاف عمل يې بولي.د بېلابېلو ولايتونو مېشتي ،چې خپل اقتصادي وضعيت يې هم هومره ښه نه دی وايي، چمتو دي چې کډوالو ته په خپل کور کې ځای ورکړي.د جوزجان اوسېدونکي، رحمان بيردي و ويل: (( پاکستان زموږ هيوادوال شړلي دي، زه که يوه ډوډۍ ولرم نيمه يې هغوي ته ورکوم او که دوه کوټۍ ولرم يوه يې هغوی ته ورکوم.))د جوزجان اوسېدونکي، نور محمد و ويل: (( چې زر کاله هم پکې تېر کړي د بل هيواد نه کېږي، را دې شي افغانستان ته، له يو بل سره به همکاري وکړو.))ورته مهال، په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر نور هيوادوال هم وايي، چې له پاکستان څخه تازه راستانه شويو کډوالو سره هر راز مرستې ته چمتو دي.دوی په هيواد کې له شتمنو او پانګهوالو هم غواړي ،چې د دغو کډوالو لاسنيوي وکړي.د ارزګان اوسېدونکي، حميد الله وايي: (( زه پر هيوادوالو غږ کوم ،چې له پاکستانه راستنېدونکو کډالو سره مرسته وکړي.))د غزني اوسېدونکی، عبدالقهار هم وايي: (( له سوداګرو څخه مو هيله ده چې دوی ته د ژوند آسانتياوې برابرې کړي.))د يو شمېر ولايتونو سيمهييز مسئولين وايي: د اړتيا په صورت کې چمتو دي په خپلو ولايتونو کې له تازه راستانه شويو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.د ارزګان والي، محمد علي جان احمد و و يل: (( افغان کډوال چې کوم راځي اندېښنه دې نه کوي او زه ډاډ ورکوم ،چې د ارزګان خلک چې دلته خپل کورونه لري، دوی چې راځي دوی دې يوازې د افغان کډوالو له آمريت سره په اړيکه کې کېږي او خپلو کورونو کې د و اوسي. د نورو ستونزو حل د اسلامي امارت مسئوليت دی.))د جوزجان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس، امان الله طلحه په دې اړه و ويل: ((افغان کډوال چې په انفرادي ډول يا کورنۍ له پاکستان يا ايران څخه راځي، د جوزجان د کډوالو چارو رياست له خوا ورته آسانتياوې برابرې دي.))د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، حميدالله نثار و ويل: (( د غزني سمه ييزه اداره پوره هڅه کوي چې د دغو کډوالو ته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړي.))له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د نوامبر مياشت په لومړۍ نېټه پيل شوه او تر دې دمه زرګونه کورنۍ د تورخم او سپين بولدک له لارې هيواد ته راستنې شوې دي.