
هيواد د اقتصادي ځان بسياينې پر لور…!
افغانستان شاوخوا څلور لسيزې د بهرنيو يرغلونو او کورنيو جګړو له امله له سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ و، دلته هره ورځ په اوسط ډول له ۳۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته، خلکو په خلاص مټ سوداګري او تجارت نشوای کولی، هر لور ته زورواکي او چورواکي حاکمه وه او هيچا په هيواد کې دننه پانګونې ته زړه نشوای ښه کولی.
خو له کومې ورځې چې د هيواد چارې اسلامي امارت په لاس کې اخيستي، په تقريباً ټولو برخو کې مثبت تغيرات او بدلونونه تر سترګو کيږي. امنيتي برخه بيخي ښه شوې ده، افغان ملت د هوسا ژوند مزه وڅکله، له استثنا پرته هر څوک چې هر ځای ته تګ وغواړي، تللی شي، زورواکي او چورواکي ته د پای ټکی اېښودل شوی، خلک په ډاډه زړه کاروبار کوي.
په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ ښه والی راغلی، له هيواد څخه د صادراتو کچه د تېر په پرتله دوه چنده لوړه شوې، بهرنيو او کورنيو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمينه برابره شوې او له ډېرو شرکتونو سره د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې مهم تړونونه هم لاسليک شوي دي، د بېلګې په ډول څو ورځې وړاندې د کانونو او پټروليم وزارت د رياست الوزراء له اقتصادي معاونيت سره په هماهنګۍ له نړيوالو او کورنيو شرکتونه سره د شاوخوا شپږنيم ميلياردو ډالرو په ارزښت اووه ستر قرار دادونه لاسليک کړل.
په دې سره به په افغانستان کې د بېکارۍ کچه راټيټه شي، د خلکو اقتصادي حالت به ښه شي، يو شمېر مهمې زيربنايي پروژې به پرانيستل شي، نړيوال به په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅول شي او په مجموع کې به افغان ملت او اسلامي امارت ته ډېرې ګټې له ځان سره راوړي.
دا لومړی ځل نه دی، چې اسلامي امارت له نړيوالو او کورنيو شرکتونو سره يو لړ توافقنامې ترسره کوي، بلکې له دې وړاندې هم له يو شمېر چينايي او نورو نړيوالو او کورنيو شرکتونو سره د لوګر د لومړي مس عينک او د سرپل د قشقرې د تيلو د سترو قراردادونو په شمول ګڼ شمېر واړه او ستر قرادادونه شوي دي.
په افغانستان کې په پراخه کچه تيل، ګاز، د ډبرو سکاره، وسپنه، سره زر، ليتيم او نورې ډول ډول طبيعي منابع موجودې دي، چې د څلورو لسيزو جګړو له امله ترې تراوسه پورې افغان ملت سالمه ګټه نه ده پورته کړې او که په راتلونکي کې د اسلامي امارت مسئولين او چارواکي د دغو طبيعي منابعو د استخراج او پروسس چارې منظمې کړي او په دې برخه کې په شفاف او له نړيوالو معيارونو سره سم چارې پر مخ بوزي، ان شاء الله تعالی په ډېر لږ وخت کې به افغانستان له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودريږي.
د اقتصادي ځان بسياينې او پرمختګ په برخه کې بل ښه خبر د افغانیو ارزښت دی، چې نه يوازې د اسلامي امارت د سالم مديريت له امله ساتل شوی، بلکې په دې وروستيو کې د ډالرو او نورو کرنسيو په وړاندې يې ارزښت لوړ شوی هم دی. دا هم خورا ښه پرمختګ دی، د افغانۍ په ارزښت لوړېدو کې به يوه ګټه دا هم وي، چې د لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو بيې نه پورته کېږي.
د افغانۍ د ارزښت ساتلو په برخه د افغانستان د اسلامي امارت هڅې او ښه مديريت د ستايلو وړ دي، اسلامي امارت وکړای شول، چې د فساد مخه ونيسي ، په بازار کې د يو څو کسانو کنټرول له منځه يوسي او دغه راز بازار ته د افغانیو عرضه هم اوس په ډېر ښه ډول ترسره کيږي.