
هيواد جوړول د چا مسئوليت دی؟
د پراخو طبیعي زېرمو، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره د پريمانه ځمکې، مناسبې هوا او خوږو اوبو څښتن افغانستان تر اوسه هم جوړ او ودان نه دی.
د پراخو طبیعي زېرمو، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره د پريمانه ځمکې، مناسبې هوا او خوږو اوبو څښتن افغانستان تر اوسه هم جوړ او ودان نه دی.
اوس هم موږ د اړتيا وړ ډېر شيان له نورو هيوادونو واردوو، آن د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو برخه کې هم پر ځان بسيا ملت نه يو، روغتيايي برخه مو هم ډېرې نيمګړتياوې لري او هره ورځ مو د هيواد پر پولو ګڼ ناروغان ګاونډيو هيوادونو ته د سفر په هيله ساعتونه-ساعتونه په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي.
خو پوښتنه داده چې هيواد جوړول د چا دنده او مسئوليت دی؟ ددې پوښتنې ځواب دا دی، چې د هيواد رغونه او پرمختګ زموږ ټولو مسئوليت او دنده ده، که څه هم د منصبونو او صلاحيتونو په بدلون سره دمسؤليت په کچه او نوعيت کې هرومرو توپير شته؛ خو مسؤليت يې د ټولو مشترک دی او هغه مهال به مو دغه ستر مسئوليت سرته رسولی وي، چې ټول په خپلو-خپلو برخو کې د مسؤليت احساس وکړو او د هيواد د رغونې او پرمختګ لپاره مټې بډوهو.
د امکاناتو او پوره صلاحيتونو لرلو له امله طبیعي ده، چې د حکومتي چارواکو مسئوليت له نورو ډېر او دروند دی، د خلکو د ځان، مال عزت او ارزښتونو ساتنه او هر چا ته د زده کړو، کار او هوسا ژوند د مناسب چاپېريال جوړول د حکومتي چارواکو دنده او مسئوليت دی.
خو ددې معنا دا نه ده، چې ملت هېڅ مسئوليت نه لري، بلکې هغوی دنده او مسوليت لري چې قانون ته درناوی وکړي، د ټولګټو پروژو ساتنه او څارنه د ټولو شريکه وظيفه ده او دغه راز د امنيت او ثبات په برخه کې موږ ټول بايد له حکومتي ارګانونو سره همکاري خپله دنده وګڼو.
که د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته وکتل شي، هغه يوازې حکومتونو نه دي رغولي، بلکې په دې برخه کې يې د ملتونو رول هم ډېر اساسي او رغند دی. د بېلګې په توګه په مترقي هيوادونو کې د ښاري نظم او د قانون په تطبيق کې ملتونه لاس تر زنې نه دي ناست، بلکې په خورا مسئولانه ډول لاس په کار دي.
موږ ټول بايد په ګډه کار وکړو او د هيواد رغونه او پرمختګ خپل مشترک مسؤليت وبولو، د هر څه مسؤليت د حکومت په اوږو بار نه کړو، بلکې په خپله هم د يو با احساسه وګړي په توګه د هيواد په بيارغونه او پرمختګ کې خپل مسووليت ته اوږه ورکړو.