اقتصادهیواد

هيواد ته راغلي کډوال فابريکه جوړه کړې

له پاکستان څخه راايستل شويو کې کډوال کفايت الله روفي په جلال اباد ښار کې د يو ميليون افغانيو په ارزښت د څپلکو، بوټانو او څپلک بوټ فابريکه جوړه کړې، چې په کې لسو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.روفي زياتوي، خوښ دی، چې په خپل هيواد کې يې پانګونه کړې او بازار يې هم د نورو هيوادونو د اجناسو په پرتله تود دی.د نوموړي په خبره، که لا سنيوي يې وشي، خپله پانګونه به زياته کړې او يو مناسب ځای ته به خپله فابريکه انتقال کړي، د هيواد په کچه به توليدات ولري.يوتن کارکوونکي نور الله وايي: ((اوس الحمد لله په هيواد کې سرمايه ګذاري ډېره ښه ده ، ځکه چې ډېرې نيمګړتياوې لرو، نو ښه فرصتونه شته، امنيت شته، بله دا چې هغه اجناس چې زموږ يو تجار يې بل هيواد نه راوړي، نو بايد دا فکر ځان سره وکړو ،چې د همدې اجناسو فابريکه خپل هيواد کې جوړه کړم، نو له تجارانو نه زموږ غوښتنه هم دا ده چې راشي او خپل هيواد کې پانګونه وکړي))روفي زياتوي: په راتلونکې کې پلان لري، چې خپل توليدات د ننګرهار په شمول د هيواد ټولو برخو ته ورسوي او سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې.په ياده کارخونه کې کارکوونکي هم هغه څوک دي ،چې په پاکستان کې يې کلونه په همدې برخه کې کار کړي. دوی خوښ دي چې د پردي هيواد له مسافرته خلاص شوي او خپل هيواد کې کار کوي.((ډېر خوشحاله يو چې په خپل هيواد کې راته الله پاک د کار زمينه برابره کړه، د کور مصرف مې پکې راوځي، د بچيانو مې د مکتب فيس د مدرسې فيس هر څه کېږي، سها ر راشو او ماښام خپل کورته لاړ شو دا زموږ لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده))له هيواده راغلي کډوال هم له هغو پانګوالو غوښتنه کوي ،چې اوسمهال په پاکستان کې خپلې پانګې په کار اچولي.راستون شوي کډوال فريد الله وايي: د دې پرځای چې هلته پانګونه کوي خپل هيواد کې دې په کار واچوي څو ګټه يې هيواد او هيوادوالو ته ورسېږي. ((زما له ټولو افغانانو غوښتنه دا ده ،چې پاکستان کې يې خپلې سرمايي بندې کړي. دلته دې را انتفال کړي، يو خو به مو بودجه زياته شي، د افغانۍ ارزښت به لوړ شي او بل دا چې هغه ټيکس هلته ورکوو ،چې ټول افغانان ترې لاړ شي، نو هغه ټيکس چې هلته ورکوو دلته به يې ورکړو، چې هم مو دولت ته په ګټه ده او هم مو هېواد ته.))بله خوا د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزير مولوي خليل الرحمن حقاني ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال ويلي و: ټولو هغو پانګوالو ته چې په بهرنيو هېوادونو کې پانګه اچونه کوي وايو چې خپل هيواد کې خپلې پانګې په کار واچوي او ډاډ يې ورکړ، چې دوی به ورته هر ډول ممکنه امکانات برابر کړي. (( د هغو پانګوالو چې په پاکستان هيواد کې يې مالونه، ماشينري پاتې ده د هغوی انتفال ته مو يوه کړنلاره جوړه کړې ده ، تر څو دې خواته يې را انتقال کړو او هغه تجاران چې دلته پانګه اچونه کوي، هغوی څخه ټول ماليات نه اخيستل کېږي او نور امتيازات به هم ورکول کېږي، دوی ته اطمينان ورکوو ،چې ټول سهولوتونه لکه د تجارت لپاره ځمکه او نور به ورکول کېږي)) د جلال اباد ښار اوسيدونکي هم په کور دننه د دا ډول کار خونو جوړيدو ته خوښ دي. د دوی په خبره، خپلو وطني توليداتو ته اولويت پدې ورکوي چې ګټه وټه يې هم بيرته همدلته پاتې کېږي.

 سميع الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button