اقتصادهیواد

هيوادکې د پانګونې لپاره د صنعتکارانو لېوالتيا زياته شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين مولوي قدرت الله جمال، د ميدان وردګو له صنعتکارانو سره وکتل. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ميدان وردګو ولايت صنعتکارانو، د دغه ولايت د کوتل تخت صنعتي پارک په اړه خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړي او د دغه پارک د زيربناوو جوړولو لپاره يې چمتووالي څرګند کړی دی.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت معين ويلي دي: ((اوس د افغانستان د خلکو ژوند په بېړنۍ ډول د صنعت ودې ته اړتيا لري او په همدې خاطر موږ د هيواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوو))مولوي جمال زياته کړې ، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هيواد کې د صنعتي پارکونو د زيربناوو جوړولو په اړه پلانونه لري او په وينا يې؛ عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) صنعتکارانو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش د لا همغږۍ په اړه دغه وزارت ته لارښوونه کړې ،چې د زېربناوو په برخه کې دې يوه هر اړخيزه کړنلاره جوړه کړي چې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د بيې او همدارنګه د پارکونو قانون ترتيب شي.ويل شوي چې د پارکونو قانون د طي مراحلو په حال کې دي چې له توشېح وروسته به يې په صنعتي پارکونو کې د ځمکو وېش پيل شي.       باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button