
هيوادونه څرنګه نړيوال تعامل کوي؟!
نړيوال سيستم ته داخلېدل او له نړيوالې ټولنې سره چلېدل په دوو مهمو عناصرو پورې تړاو لري. لومړی قوي نظامي ځواک دی، چې هر څوک د قوي ځواک لرونکي هېواد غوښتنو ته د وېرې له وجې غاړه ږدي او هره خبره يې په پټو سترګو مني، ځکه که و نه منل شي ،نو د مقابل لوري ګټې له خنډونو سره مخ کېږي.
نن ورځ په ملګرو ملتونو کې پنځه دايمي غړي (فرانسه، برېتانيه، چين، روسيه او امريکا) وېټو پاور لري، مطلب د دوی پرېکړه په هېڅ صورت نه رد کېږي. کله چې پنځه واړه يوه پرېکړه باندې متفق شي، بيا يې څوک مقابل کې د درېدو جرئت نه شي کولای د ،بېلګې په توګه که ووايي آسمان شين دی ټول غړي هېوادونه وايي شين دی او که ووايي ورېځ دی ټول وايي ورېځ دی، د نړۍ ټولې چارې د همدغو پنځو غړو په لاس کې دي، په ١٩٤٥ م کال کې د ملګرو ملتونو د جوړېدو پر مهال يې داسې بنيادي کار کړی ،چې بل هېچا ته د واک ورکولو چانس شتون نه لري، په نړۍ کې هر څه د دوی په خوښه روان دي.
دوهم سياسي ځواک دی، سياسي ځواک هم تر ډېره حده پر نظامي ځواک باندې متکي دی. د دې تر څنګ قوي اقتصاد د يو هېواد سياست باندې ژورې اغېزې لري، که اقتصاد قوي وي سياست اتومات ورسره قوي کېږي، که اقتصاد کمزوری وي سياست هم کمزوری کېږي او څوک مو په سياسي ډګر کې په خوله تريخ پياز هم نه خوري.
نړيوال سيستم د يو هېواد له کورني سيستم سره ډېر توپير لري، نړيوال سيستم کې قوانين يوازې د کاغذ پر مخ سمبوليکه بڼه لري، د هر هېواد ګټې ،چې په نړيوالو تړونونو کې خوندي نه وي، هېڅکله تړون نه لاسليک کوي او نه يې هم څوک مجبورولای شي، چې د تړون برخه وګرځي. د يادونې وړ ده، چې په ځينو استثنائي حالاتو کې کمزوري هېوادونه د خپلو لويو ګټو پخاطر تړونونه لاسليکوي او لهکوچنيو ګټو څخه تېرېږي.
د نړيوالو اړيکو د بنسټ ډبره پر تعامل ولاړه ده، هېڅکله دايمي دوست او دښمن پکې شتون نه لري، کله چې ګټې خوندي وي ټول دوستان دي او کله چې ګټې له ګواښ سره مخ شي ټول دښمنان دي.
د جرمني لومړي وزير او د جرمن امپراتورۍ مشر بېسمارک وايي: (( نړيوال سيستم د سپرلۍ هغه موټر ته ورته دی چې څو نابلده لاروي پکې سپاره وي، ټول يو او بل ته د شک په سترګه ګوري او د يو او بل حرکات څاري. يو لاروی که هسې ځان وګروي او يا جيب ته لاس کړي د څنګ ملګري يې وختي تومانچې ته مرمۍ تېره کړي وي او د خپل ځان د حفاظت پخاطر يې په دا سر وولي چې نور يې له شره خوندي شي.))
مطلب دا چې په نړيوال سيستم کې باور سر خوړلی دی، هېڅوک پر چا باندې باور نه کوي، هر چا سره د مجبورۍ له امله راشه درشه کوي. که کوم هېواد پرچا باندې باور وکړي ،نو خپل لاسونه يې خپله دښمن ته د تړلو په معنی دي، ځکه خو هر څوک خپل مجبوريتونه درک کوي او د ننګونو په وړاندې خپل ځان ته لاره اواروي.
څوک چې دا فکر کوي چې رسميت د نړيوالې ټولنې له خوا په ډالۍ کې ورکول کېږي، د نړيوال سياست په ډګر کې دا تر ټولو لويه تېروتنه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې آزادي په نظامي ځواک باندې اخيستل کېږي، همدارنګه رسميت او نړيوالو سره راشه درشه په سياسي ځواک باندې اخيستل کېږي.
ترڅو چې له نړيوالې ټولنې سره د يو هېواد مشترک نقاط پيدا نه شي، تر هغه وخته نړيواله ټولنه هغه هېواد ته په هېڅ اهميت قايله نه ده. مشترک نقاط يا ګډې ګټې هغه مهال پيداکېږي، چې د يو هېواد او نړيوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لاره هواره شي، تعامل هغه وخت رامنځته کېږي، چې دواړه لوري يو او بل ته څه ورکړي او څه ترلاسه کړي. په نړيوال تعامل کې هېڅکله د يو هېواد غوښتنې يا د نړيوالې ټولنې غوښتنې ټولې نه ترلاسه کېږي، که چيرې دواړه لوري د لويو ګټو پخاطر له کوچنيو ګټو تېر شي نو بيا نړيوال تعامل ته لاره اواريږي.
بالعکس که چيرې دواړه لوري پر خپلو غوښتنو اصرار کوي، هېڅ لوری هم يو قدم شاتګ و نه کړي نو بيا نړيوال تعامل مستحيل دی، سربېره پردې په نړيوال تعامل کې بايد په ډېر احتياط سره قدمونه واخيستل شي، ترڅو بيرته شاتګ ته اړ نه شي، که چيرې يو هېواد له خپلو نظامي، اقتصادي او سياسي ځواکونو څخه لوړې غوښتنې ولري، نو هېڅکله نه ترلاسه کېږي.
په همدې اساس نړيوال تعامل ته داخلېدل او چلېدل د سړو مغزو کار دی، يو هېواد په هېڅ صورت سره په جذبه او بېځايه اصرار باندې له نړيوالې ټولنې سره تعامل کې د بريا درشل ته نه رسېږي، بلکې خپل ځان ته نورې ننګونې را پنځوي، چې د وخت په تېرېدو سره په سياسي او اقتصادي لحاظ منزوي کېږي او بالآخره د خپل ملت له خوا د حکومت په وړاندې پاڅون ته لاره اوارېږي او حکومت سقوط کوي، په هېواد کې ګډوډي رامنځته کېږي ،چې پړه يې په نړيوال سيستم کې پر کوچنيو غوښتنو باندې اصرار او د هېواد سياسي دستګاه کمزورۍ ته راجع کېږي.
جاوېد فدائي