اقتصاد

هندوستان افغانستان سره د ۲۰ زره میټرک ټنه غنمو مرسته اعلان کړه

د هندوستان حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لاې افغانستان سره د ۲۰ زره میټرک ټنه غنمو مرستې اعلان کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کب په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هېواد یې دغه اعلان د افغانستان په تړاو د منځني اسیا هېوادونو له استازو سره په یوه ګډه ناسته کې وکړه.

سرچینې زیاته کړې، دا ناسته چې د کب په ۱۶مه، په نوي ډیلي کې جوړه شوې وه، پکې د کوربه هند ترڅنګ د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړو استازو ګډون کړي وو.

دغه راز په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د نشه یي او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (یو این او ډي سي)  او د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) استازو هم برخه اخیستې وه.

هندي استازي دې ناستې ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د خوړ نړۍوال پروګرام له لارې افغانستان سره  ۲۰ زره ټنه غنمو مرسته کوي چې د ایران د چابهار بندر له لارې به استول کېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل تر سقوط وروسته هند افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button