
ټولنه او کلتور
هملند کې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ د ۵ میلیونو، ۲۱۸ زره او ۵۷۸ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې. دغه شبکه د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ ګرشک ولسوالۍ په بادغیسانو کلي کې د ۲ زره ۴۸۰ مترو په اوږدوالي جوړېږي، چې په کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې ژورې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا سره د څښاک اوبو د یوې کانکریټي زېرمې جوړول او دغه راز د لمریزې برېښنا سېستم فعالول شامل دي. د یادې شبکې په جوړېدو سره به د دغه کلي ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.