اقتصادمرکې

همايون ((افغان)): د سمنټو فابريکو په بياجوړولو سره به افغانستان پرځان بسيا شي

د هرات،کندهار د شوراندام او همداسې د جبلسراج دسمنټو فابريکې د آزادې سيالۍ له لارې افغاني او قطري پانګوالوته وسپارل شوې،چې په نوي او مدرن ډول به جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د هرات،کندهار د شوراندام او همداسې د جبلسراج دسمنټو فابريکې د آزادې سيالۍ له لارې افغاني او قطري پانګوالوته وسپارل شوې،چې په نوي او مدرن ډول به جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.د غوري سمنټو او د جبل سراج فابريکې،چې اويا کلونه مخکې جوړې شوي؛خو د کلونو په تېرېدو ورستې شوي او دتوليد کچه يې هم ټيټه ده.سربېره پردې په لوګر او جوزجان کې هم د سمنټو پروژې د جوړېدو چارې پيل شوي دي.د هرات د سمنټو فابريکه د شهيد سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه،خو ۲۰ سلنه کاريې پاتی شوی و،چې د سردار داود د رژيم په سقوط سره،جګړې پيل او د فابريکې ټول تجهيزات چور،تخريب اويا وپلورل شول.اوس دغه فابريکه په نوې او اساسي ډول د عصر له غوښتنې سره سم جوړېږي.د دغو فابريکو په بشپړېډو سره افغانستان د سمنټو له پلوه پرځان بسيا کېږي او ان بهرنيو هېوادونو ته به سمنټ صادرکړای شي.

د دغو فابريکو اقتصادي ارزښت ته په کتو سره زموږ خبريال د کانونو او پټروليم وزارت له وياند همايون((افغان)) سره مرکه کړې،چې خپرېږي.

پوښتنه:د کندهار د شوراندام د سمنټوکان خصوصي سکتورته په کومو شرايطو سپارل شوی دی؟

ځواب:د کندهار دسمنټو فابريکه يا پروژه د مامول سره سم آزادې سيالۍ ته وسپارل شوه،چې ګڼ شمېر شرکتونو په سيالۍ کې ګډون کړي وو،چې له دغو شرکتونو يو افغاني شرکت ګټونکی او تړون  ورسره لاسليک شو.د تړون موده د دېرشو کلونو لپاره او د پانګې اچونې اندازه يې سل ميليونه ډالرو ته رسېږي.د اکتشاف او ګټې اخيستنې پړاو کې به داسې د سمنټو فابريکه جوړوی چې ورځنی توليد به يې ۳۰۰۰ ټنه وي او هرکال به د يو ميليون ټنه سمنټو دتوليد ظرفيت ولري.په نيغه او مستقيم ډول به په دغه فابريکه کې۵ زره کسانو ته د کارزمينه برابرېږي.له تړون څخه وروسته د فابريکې اړونده سيمه ګټونکي شرکت ته وسپارل شوه.دغې شرکت د اکتشاف او سروې چارې هم ترسره کوي.د فابريکې د تجهيزاتو راوړل او نصبول به ترسره کوي او په استملاک شويو ځمکو باندې کار پيل شوی دی.له يونيم کال وروسته به موږ د دغې فابريکې د بشپړېدو شاهدان اوسو. د هرات،کندهار او جبل سراج د سمنټو فابريکو په بياجوړولو سره به افغانستان د سمڼتو له پلوه پرځان بسيا شي.

پوښتنه:د غوري سمنټوفابريکه،چې ډېره پخوا جوړه شوې او اوس سمنټ هم په کې توليدېږي.دا فابريکه هم خصوصي سکتورته سپارئ که څنګه؟

ځواب:دغه فابريکه په عادي ډول فعاليت لري او په ورځني توګه سمنټ توليدوي.تراوسه پورې له کومې کمپنۍ سره تړون نه دی لاسليک شوی.هلې ځلې شوي،چې د دغې فابريکې توليدي ظرفيت لوړ کړای شي.

پوښتنه:د جبل سراج د سمنټو فابريکې فعاليت څنګه دی؟

ځواب:د جبل سراج د سمنټو فابريکه ۷۰ کاله مخکې جوړه شوې ده،طبيعي ده،چې په دغې موده کې يې تجهيزات وراسته شوي او د توليداندازه يې ټيټه ده.سربېره پردې  د اوسنی عصرغوښتنه نه شي برابرولی.د سمنټو په کيفيت کې هم ستونزې شته،چې بايد لرې کړای شي.د دې لپاره،چې دغه فابريکه ډېر او کيفيت لرونکي سمنټو توليد کړای شي اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته آزادې سيالۍ ته وسپارله،چې کورنيو او بهرنيو شرکتونو په سيالۍ کې ګډون وکړ،چې څو ورځې وړاندې د سيالۍ پايله اعلان شوه،د يو قطري شرکت ترڅنګ دوه افغاني شرکتونه ګټونکي شول.له ګټونکو سره توافق وشو،چې په دغې فابريکه کې به۲۲۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي او يوه نوې فابريکه،چې کلنی د سمنټو توليدي ظرفيت به يې يونيم ميليون ټنه او ورځنی ظرفيت به يې پنڅه زره ټنه وي ،جوړوي.سربېره پر دې به ۵ زرو کسانو ته په نېغه او مستقيمه توګه د کار زمينه برابرېږي.بياهم زه خپله خبره تکراروم،چې د زړې فابريکې پرځای به نوې فابريکه نصبېږي.د دغې فابريکې رغول او ترميم هېڅ ګټه نه لري.

پوښتنه:د هرات د سمنټو فابريکه،چې د شهيد سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه او۲۰سلنه کاريې پاتې شوی و د دغې فابريکې لپاره څه پلان لرئ؟

ځواب:د دغې فابريکې کابو اتيا سلنه چارې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پرمهال ترسره شوې وې،خو د هغه په شهيد کېدو سره د فابريکې ټوله ماشينري د جګړو د کلونو پرمهال د جګړه سالارانو له خوا لوټ او پلورل شوې.په ټول هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د چارواکو پاملرنه د فابريکې جوړولو ته واړول شوه.د دغې فابريکې په اړونده سيمه کې ښې سرچينې او ذخاير د سمنټو د توليد لپاره لرو.دغه فابريکه هم  د نورو فابريکو په څېر آزادې سيالۍ ته وسپارل شوه،ډېرو شرکتونو په سيالۍ کې برخه اخېستې وه،چې يو افغاني شرکت د ګلبهارګروپ شرکت په نامه ګټونکی وپېژندل شو.تړون د نوموړی شرکت له مسئولينو سره لاسليک شو،چې د دغه تړون له مخې به۱۴۲ميليونه ډالره پانګونه کوي.د هرات فابريکې څخه څو وړې خونې پاتې دي او ماشينري يې له منځه تللې ده؛نو ګټونکی شرکت به نوې ماشينري او تجهيزات نصبوي.دغه فابريکه به په عصري ډول جوړېږي او ورځنی ظرفيت به يې ۳ زره ټنو ته رسېږي.په نيغه او مستقيمه توګه به ۵ زره کسانو ته د کارزمينه برابره کړای شي.د دغې فابريکې لومړني پړاوونه وهل شوي دي.اوس موږ د سمنټو په برخه کې درې تړونونه لاسليک کړي،چې د جبل سراج دسمنټو فابريکې،د کندهار د سمنټو پروژې او همداسې د هرات فابريکې يادولی شو.کله،چې دغه فابريکې د اکتشاف او سروې له پړاو څخه ووځي او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.موږ ډاډمن يو،چې افغانستان به په بشپړ ډول دسمنټو برخه کې پرځان بسيا شي.سربېره پردې به بهرته هرکال يوميليون ټنه سمڼت صادرات هم ولرو.

پوښتنه:د سمنټو برخه کې نورې پروژې لرئ که څنګه؟

ځواب: دوه نورې پروژې هم لرو،چې هغه ازادې سيالۍ ته سپارل شوي دي. يوه د لوګر د سمنټو پروژه او بله يې د جوزجان د سمنټو پروژه ده.موږ هيله من يو،چې لکه نورې پروژې او فابريکې،چې آزادې سيالۍ ته وسپارل شوې او ګټونکي شرکتونه اعلان شول په يادو پروژوکې هم پانګوال سيالۍ ته راشي او په کې برخه واخلي.کله،چې په دغو پروژو کې د سمنټو توليد پيل شي.موږ به هېڅ ډول ستونزه ونه لرو،چې له بهرڅخه سمنټ وارد کړو.

پوښتنه:ځيني هېوادوال د کورنيو سمنټو څخه شکايت لري.تاسې د دغې ستونزې د حل کولو لپاره،چې هېوادوال کيفيت لرونکي سمنټ ترلاسه کړي،څه کړي دي؟

ځواب:ځيني هېوادوال له کورنيو سمنټو څخه بهرني سمنټ غوره بولي.موږ ګرانو هېوادوالوته ډاډ ورکوو،هغه داچې سمنټ دوه اړخه لري يو خام مواد دي او دويم د کارخانې د توليد ظرفيت دی.افغانستان د سمنټو د اوومو موادو له پلوه په نړۍ کې لومړي درجه هېواد دی،چې کولی شم ووايم چونه،ګچ،سره خاوره او ځيني نور مواد دي.موږ د ګټونکو شرکتونو سره تړون لاسليک کړي،چې فابريکې به نوې جوړوي او تجهيزات به يې هم نوي وي؛ځکه زړې فابريکې د اوسني عصرغوښتنه نه شي برابرولی.

                                                                                                     نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button