
ټولنه او کلتور
هلمند کې ۷۵ نوي ښوونځي فعال شوي
د هلمند ولایت د پوهنې ریاست وايي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه ولایت کې ۷۵ نوي ښوونځي فعال شوي دي. هلمند کې د عصري علومو تر څنګ ۱۷۰۰ مدارس هم شتون لري. د یاد ولایت اوسېدونکي له سرپرست حکومت څخه د زدهکړه ییز بهیر د ښه کېدو په موخه خوښي ښيي. هلمند کې د ۷۵ نویو ښوونځیو فعالیت د تېرو کلونو په پرتله دا یوه بې سارې بېلګه ګڼي. دغه راز د هلمند د ځینو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې په تېرو جګړو کې د ښوونځيو تخريب شوې ودانۍ دې بېرته ورغوي.