ټولنه او کلتور

هلمند کې پر لويو لارو ۱۳جوماتونه ګټې‌اخيستنې ته وسپارل شول

د هلمند محلي مسئولين وايي، چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو او لويو لارو کې يې د سوداګرو او خيريه بنسټونو په مرسته ۱۳ جوماتونه جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارلې دي.

د هلمند محلي مسئولين وايي، چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو او لويو لارو کې يې د سوداګرو او خيريه بنسټونو په مرسته ۱۳ جوماتونه جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارلې دي.دغه جوماتونه مرکز لښکرګاه، دوراهي، سنګين او موسي‌کلا ولسوالۍ، دکندهار او هرات پر لويو لارو جوړ شوې دي. په يادو جوماتونو کې د نارينه او ښځينه‌وو لپاره ټولې آسانتياوې برابرې شوې دي.په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم سلام‌وطندار ته ويلي ،چې دغه جوماتونه يې د خلکو په غوښتنه پر يادو لويو لارو او سيمو کې جوړ کړې دي.د نوموړي په وينا، پر يادو لويو لارو تلونکي مسافر او خلک د جوماتونو دنشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم زياته کړه ،چې د يادو جوماتونو له ډلې ((درې)) يې د يوه سوداګر، ((يو)) د هلمند سوداګرۍ خونې د سوداګرو او پاتې يې د خيريه بنسټونو او نورو بېلابېلو کسانو په همکاري او مالي مرستو جوړ شوې دي.بله‌خوا د يادو لويو لارو مسافر هم د دغو جوماتونو له جوړېدو خوښي څرګندوي او وايي چې جوړو شويو جوماتونو کې ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.په جوړو شويو جوماتونو کې د ښځينه او نارينه‌ لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه او لمونځ کولو جلا ځايونه، د موټرو تم‌ځايونه او له جوماتونو د ساتنې لپاره کسان هم ګومارل شوې دي.دا په داسې مهال دي چې څه موده وړاندې د افغان حکومت دوزيرانو شورا هم پرېکړه وکړه ،چې د هيواد پر لويو لارو دې د مسافرو لپاره جوماتونه جوړ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button