
هلمند کې زرګونه کيلوګرامه نشهيي توکي وسوځول شول
د هلمند امنيتې مسئولين وايي ، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې زرګونه کيلوګرامه نيول شوي نشهيې توکي يې له منځه يووړل.
د هلمند امنيتې مسئولين وايي ، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو راهيسې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې زرګونه کيلوګرامه نيول شوي نشهيې توکي يې له منځه يووړل.د هلمند د امنيې قومانداني وياند عزتالله حقاني رسنيوته ويلي، چې د امنيې قومانداني د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت امنيتي ځواکونو د دې ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې څه باندې ۶۲۶ زره کيلوګرامه نشهيي توکي نيولي وو او پرون يې سوځولي دي.د نوموړي په وينا: په دې نشهيي توکو کې ترياک، چرس، ټابلېټکا، کرېسټال، اهاک، اومان، ايفاو کېمياوي توکو تر څنګ، يوازې ۱۸۷۸۸ لېټره الکولي توکي، شراب او تېزاب شامل وو. دی زياتوي، چې د دغو نشهيي توکو په تور يې ۶۱۷ کسان هم نيولي ،چې دوسيې يې اړوندو محکمو ته لېږل شوې دي.په همدې حال کې د هلمند يوشمېر اوسېدونکي د مسئولينو دغه اقدام ستايي او له هغوی څخه غواړي ،چې په بشپړ ډول په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د پېر او پلور او قاچاق مخه ونيسي. د هلمند اوسېدونکي حاجي پهلوان او عطاالله په دې اړه وايي: (( دا ډېر ښه کار وشو. دولت بايد دا بند کړي؛ ځکه ځوانان به مو له نشو خلاص شي، يوه سالمه ټولنه به ولرو.)) (( پخوا چې دا نشهيي توکي زيات وو، نشهيان هم زيات وو. د همدغو نشهيانو له لوري به غلاوې کېدلې. اوس کم شوي، موږ غواړو چې له يوې مخې نشهيي توکي ورک شي.))دا په داسې حال کې ده چې هلمند د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې د هيواد په کچه د نشهيي توکو د توليد د مهمو ولايتونو له ډلې يو و.