
اقتصاد
هلمند کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو پُل جوړ شو
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د پنځه میلیونو افغانیو په لګښت یو پُل جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو. ځایي چارواکي وایي، دغه پُل د کندهار ـ هرات پر لویه لاره د ګرشک ولسوالۍ پرعمومي بغرا د پنځه میلیونو افغانیو په لګښت د ګرشک ښاروالۍ له لوري جوړ شوی دی. د ګرشک ښاروال وویل چې یاد پل د ۴۲ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په پلنوالي د دوو کلونو په موده کې جوړ شوی.