اقتصاد

هلمند کې د غواګانو د روزنې فارمونه زيات شوي

په هلمند ولايت کې د غواګانو روزنې ۷۳ فارمونه د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست سره ثبت او راجستر دي، چې په هر فارم کې سلګونه غواګانې روزل کېږي. په مرکز لښکرګاه کې د غواګانو يو خصوصي فارم د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوي، چې په ورځني ډول د ۵۰ زره افغانيو په ارزښت شيدې توليدوي.

په هلمند ولايت کې د غواګانو روزنې ۷۳ فارمونه د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست سره ثبت او راجستر دي، چې په هر فارم کې سلګونه غواګانې روزل کېږي. په مرکز لښکرګاه کې د غواګانو يو خصوصي فارم د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړ شوي، چې په ورځني ډول د ۵۰ زره افغانيو په ارزښت شيدې توليدوي. د ياد فارم مسئول وايي: په دغه فارم کې تر ۱۲۰ زياتې لويي او نسلي غواګانې روزل کېږي، چې شيدې يې د هلمند تر څنګ کندهار ولايت ته هم وړل کېږي. بلخوا په دغه فارم کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button