
ټولنه او کلتور
هرات کې تېر کال څهباندې ۳۴۰ زره تذکرې وېشل شوي
په هرات ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې څهباندې ۳۴۰ زره الکترونیکي او کاغذي تذکرې وېشلې چې له دې لارې یې څهباندې ۸۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
په هرات ولایت کې د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې څهباندې ۳۴۰ زره الکترونیکي او کاغذي تذکرې وېشلې چې له دې لارې یې څهباندې ۸۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
د هرات ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محب الله هدایت وايي چې په ورځني ډول د دې ریاست اړوند دفترونو ته له ۳ زرو زیات غوښتونکي د اړوندو خدمتونو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
ښاغلی هدایت همدارنګه زیاتوي چې د یاد ولایت په مرکز او ۱۹ ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال او نږدې ۱۲زره هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاح خدمتونه او څه باندې ۳۰ زره هېوادوالو ته د ژوند پېښو (زېږېدنو، مړینو، ودونو او طلاق) د ثبت خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د دې ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ په یاد ولایت کې د الکترونیکي تذکرو درې وېش څانګې فعالې دي چې هره ورځ نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي او د نویو الکترونیکي تذکرو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونه (مثني تذکرې، د ودونو او طلاق ثبت، د زېږېدنو ثبت او د کورنۍ د پاتې غړو ثبت) هم فعال دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پامکې لري چې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته وغځوي چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولای شي خپلې الکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي.