ټولنه او کلتور

هرات  ښار کې د څه باندې ۱۳ ميليونو افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو

د هرات  ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د دولسمې ناحيې په مربوطاتو کې د برادران جامي سړک د پخولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هرات  ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د دولسمې ناحيې په مربوطاتو کې د برادران جامي سړک د پخولو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.د دغه سړک د ګټې اخيستنې پرمهال د هرات ښاروالۍ مسئولينو وويل چې دغه سړک د ١٠٠٠ مترو په اوږدوالي او د١٢ مترو په سور سره د ۵ ، ۱۳ديارلس اعشاريه پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې څخه د ۳ مياشتو په موده کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.مسئولينو د دغه سړک د کار د ښه کيفيت او د نورو پراختيايي پروژو د کار د څرنګوالي په اړه د دغه ولايت ښاريانو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل ، چې د دغې ادارې مسئولين او انجنيران د ټولو پروژو د کار معيار او کيفيت څخه په دوامدار ډول څارنه کوي.په همدې حال کې د دولسمې ناحيې اوسېدونکو د دغې پروژې له پلې کولو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د ښار په پراختيا کې د ښاروالۍ لاسته راوړنې او فعاليتونه د قدر وړ وبلل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button