ټولنه او کلتور

نیمروز کې د ۲۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

د نیمروز د ټولګټو رياست مسوولین د دغه ولایت مرکز د زرنج ښار په شمال کې د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ د سرشیلې سړک د رغولو د چارو د پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د ټولګټو رییس جان محمد وايي، چې یاد سړک  د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو سور سره په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي. نوموړي د يادې پروژې په اړه ویلي، چې له يو کال ځنډ وروسته، د سرشېلي د لویې پله پاتې چارې  ٦ مياشتې مخکې پیل شوې وې او اوس د دغه پله د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي چې په ټولیزه توګه ۲۳۱ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button