اقتصاد

نیمروز ولایت کې د الکترونیکي تذکرو له وېش څخه څه‌باندې ۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي 

د نیمروز ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر یوه کال کې له ۱۲ زرو د ‌ډېرو الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره تر اوسه څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د نیمروز ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست په تېر یوه کال کې له ۱۲ زرو د ‌ډېرو الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره تر اوسه څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د نیمروز ولایت د احصایې او معلوماتو رییس مولوي کمال الدین حقیار وایي چې په دې ولایت کې د یوې فعالې وېش څانګې په لرلو سره په ورځني ډول له ۱۰۰ تر ۱۵۰ تنو د بایومټریک معلومات ثبتوي او همدې شمېر نورو غوښتونکو ته الکترونیکي تذکرې وېشي.

 د ښاغلي حقیار په وینا دغه ولایت کې د الکترونیکي تذکرو په یوازینۍ وېش څانګه کې ۱۳ کارکوونکي چې یوه یې  ښځینه کارکوونکې ده، هر ورځ د سهار له ۸:۳۰ د مازیګر تر ۳:۳۰  پورې ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د نیمروز د احصایې او معلوماتو رییس زیاتوي چې دغه ولایت کې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګه د نویو تذکرو پر وېش سربېره د مثنی تذکرې، د واده، نوي زېږېدلي ماشوم او وګړو د ثبت خدمتونه هم د یاد ولایت اوسېدونکو ته وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو په پرانیستو سره ټولو هېوادوالو ته د دې تذکرو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button