سرلیکنې

نړۍ په افغانستان کې د اسلامي امارت بديل نه لري!

دوه لسيزې وړاندې د امريکا د متحدو ايالاتو په مشرۍ لوېدیځې نړۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې تر دروغجن شعار لاندې د ټولو نړيوالو او بشري قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ.‌ که څه هم په ښکاره ډول يې د امنيت، بيا رغونې، پرمختګ او ټولنيز عدالت تامين افغانستان ته د راتګ موخې او اهداف ګڼل؛ خو په عمل کې هر څه د شعار خلاف تر سره کېدل، د اشغال پر مهال هيواد له بل هر وخته ډېر ناوړه امنيتي وضعيت کې قرار درلود، هره ورځ به په اوسط ډول تر درې سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته. د ميلياردونو ډالرو پر راوړلو سربېره هېڅ بنسټيزه او زيربنايي پروژه تطبيق نشوه او په فساد او د مخدرو توکو په توليد او قاچاق کې افغانستان د نړۍ لومړۍ درجه هيواد ګڼل کېده.

خو له کومې ورځې چې اسلامي امارت د هيواد د چارو واګي په لاس کې اخيستي، په ټولو برخو کې مثبت بدلون راغلی، بشپړ امنيت تامين شوی، د ګڼو بنسټيزو پروژو کارونه جريان لري او د فساد او مخدرو موادو د توليد او قاچاق کچه په بېساري ډول راټيټه شوې ده‌.

که څه هم د ځينو نړيوالو قوتونو او استخباراتي سازمانونو له لوري د رسنيو په وسيله ډېرې هڅې وشوې، چې د اسلامي امارت برياوې پټې کړي، خو ټولې هڅې يې ناکامې شوي او اوس د نړۍ ډېر هيوادونه او سازمانونه هم دې نتيجې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بديل نشته او بايد تعامل ورسره وشي.

څه موده وړاندې د بريتانيا د پارلمان د دفاعي کميټې مشر افغانستان ته له خپل سفر وروسته ويلي و، چې نړۍ بايد د افغانستان له فعلي حکومت سره د تعامل لاره خپله کړي.

د نوموړي له دې خبرو وروسته د نړيوالو اړيکو کارپوهان وايي، چې د نړۍ اکثره سياستوال دې درک ته رسېدلي، چې اوس مهال اسلامي امارت هېڅ بديل نه لري. له همدې امله په هغو هيوادونو کې د اسلامي امارت د په رسمیت پيژندلو لپاره زمينه برابروي. د برېتانيې د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبياس ايلوډ په “ټليګراف” کې يو يادښت خپور کړی او ليکلي يې دي: «افغانستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د امنيت د ښه والي او د ازاد تګ راتګ شاهد و او د پراخ فساد د له منځه تللو په اړه يې وويل، چې د ترياکو سوداګري له تور بازار څخه ورکه شوې او افغانستان په دې وروستيو کې پرمختګ کړی او بايد له اسلامي امارت سره تعامل وشي».

ده زياته کړې، چې افغانستان اوس مهال له ۱۹۷۰ یمې لسيزې راهيسې له ټولو  په سوله ييز” وضعيت کې دی او د دې هېواد د راتلونکي د جوړولو يوازينۍ لاره دا ده، چې د افغانستان له فعلي حکومت سره اړيکې پراخې شي.

اوس چې د نړۍ ډېر هيوادونه او سازمانونه دې واقعيت ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت بديل نشته، پاتې نور هیوادونه هم بايد دغه حقيقت درک کړي او نور د افغانستان په وړاندې د دښمنۍ سياست ته د پای ټکی کېږدي او پرځای يې سياسي او ډيپلوماټيکي لارې چارې ولټوي.

اسلامي امارت هم بايد له دغه طلايي فرصت څخه سالمه استفاده وکړي او د نړۍ او سيمې له هيوادونو سره د ديني او ملي ګټو پر محور د ولاړو اړيکو د جوړولو لپاره باید لا ډېرې هلې ځلې وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button