سرلیکنې

نړۍ سره د اړیکو په هکله هيلې او پرمختګونه؟!

نړۍ چې اوسېدونکي انسانان يې په اقتصاد، سياست او د علومو د انتقال په برخه کې يو بل ته اړتيا لري، هيڅوک په دې نړۍ کې بيخي يوازې او منزوي ژوند نشي کولی.

نړۍ چې اوسېدونکي انسانان يې په اقتصاد، سياست او د علومو د انتقال په برخه کې يو بل ته اړتيا لري، هيڅوک په دې نړۍ کې بيخي يوازې او منزوي ژوند نشي کولی.

له کومې ورځې چې له افغانستان څخه د اشغال ټغر ټول شوی او اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نړۍ سره يې د خپلو ديني او ملي ارزښتونو پر محور د ولاړو پراخو سياسي او اقتصادي اړيکو د رغولو پاليسي ته مخه کړې ده.

نړيواله ټولنه د امريکا او لوېديځ په اشاره له اسلامي امارت سره د اړيکو په برخه کې زړه نازړه ده او په ډېر احتیاط سره ګامونه اخلي، خو په دې وروستیو کې ځينې هيوادونه دې نتيجې ته رسېدلي، چې له افغانستان سره اړيکو ته د خپلو ګټو له زاويې څخه وګوري او په دې برخه کې د لوېديځ غوښتنې له پامه وغورځوي.

په دې برخه کې د چين برخورد له ټولو متفاوت و، هغوی اسلامي امارت سره نه يوازې سياسي اړيکې رغولي، بلکې په اقتصادي او تجارتي برخو کې يې افغانستان سره د يو سيال او شريک په توګه اړيکې پياوړي کړې دي.

تازه د قزاقستان هيواد هم پرېکړه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د هغو ډلو له نوملړ څخه وباسي چې د دغه هيواد له لوري تر تحريم لاندې دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د قزاقستان هيواد دغه پرېکړه ستايلې او له دې امله يې د دغه هيواد له چارواکو مننه کړې چې له افغانستان سره د اړيکو په برخه کې د شته خنډونود له منځه وړلو لپاره يې عملي ګامونه اخیستي.

څه موده وړاندې يې اعلان کړی و، چې د افغانستان سفارت کې د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي ډيپلوماتان مني.

په ورته ګام کې د اذربايجان حکومت هم پرېکړه کړې چې په روان ۲۰۲۴م کال کې به کابل کې خپل سفارت بيرته پرانيزي او د افغانستان نوي حکومت سره به سیاسي او اقتصادي اړيکې پراخې کړي.

د قزاقستان او آذربایجان هيوادونه داسې مهال اسلامي امارت سره د اړيکو پراختيا ته ليوالتيا ښيي، چې اسلامي امارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې پر نړیوالو فشارونو سربېره په بيلابيلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

که څه هم پر نورو برخو سربېره اسلامي امارت د سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو په برخه کې هم لاسته راوړنې لري؛ خوله نړۍ سره د رسمي تعاملاتو په اړه بايد لا ډېرې هلې ځلې او هماهنګې هڅې وکړي. اسلامي امارت بايد له ډيپلوماټيکو لارو چارو د نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې هيوادونه قانع کړي، چې ودان او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د دوی لپاره خطر نه، بلکې په اقتصادي او سياسي برخو کې يې د پرمختګ او ترقۍ لپاره له ټولوغوره فرصت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button