سرلیکنې

نړۍ سره د اړيکو د پراختيا پر لور بل ګام!

که څه هم څه باندې دوه کاله وړاندې افغانستان د غربي ښکېلاکګرو له يرغل څخه آزاد شوی، خپلواک او ځواکمن مرکزي نظام لري او  نړۍ سره د تعامل او اړيکو په برخه کې يې هم پرمختګونه کړي دي؛ خو لکه څرنګه چې پکار ده، نړۍ په دې برخه کې هغسې چټک ګام نه دی پورته کړی او تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ هيواد هم د افغانستان حاکم نظام په رسميت نه دی پېژندلی.

که څه هم څه باندې دوه کاله وړاندې افغانستان د غربي ښکېلاکګرو له يرغل څخه آزاد شوی، خپلواک او ځواکمن مرکزي نظام لري او  نړۍ سره د تعامل او اړيکو په برخه کې يې هم پرمختګونه کړي دي؛ خو لکه څرنګه چې پکار ده، نړۍ په دې برخه کې هغسې چټک ګام نه دی پورته کړی او تر اوسه پورې د نړۍ هېڅ هيواد هم د افغانستان حاکم نظام په رسميت نه دی پېژندلی.

په دې برخه کې د نه پرمختګ له لاملونو څخه يو دا دی، چې امريکا او متحدين يې په دې توګه له افغانستان څخه د خپلې ماتې بدل اخلي او دغه راز غواړي، په دې ډول د افغانستان پر فعلي حکومت خپلې غوښتنې ومني، خو اوس داسې ښکاري چې د لوېديځ د فشار سياست هم ناکام شوی او نړۍ هم دې پايلې ته رسېدلې، چې د فشار له لارې نشي کولی چې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

تازه د افغانستان اسلامي امارت خپل پخوانی مرستيال وياند بلال کريمي د چين لپاره د نوي سفير په توګه ټاکلی. چين اوس په سيمه ييز اقتصاد او سياست کې خورا دخيل دی او هڅه کوي، چې خپل نفوذ او اثر ته لا ډېره وده ورکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت لپاره دغه ګام ډېر مهم دی او نړۍ سره د اړيکو پراختيا کې د پام وړ رول لوبولی شي. په دې سره به نور هيوادونه هم وهڅېږي، څو د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره د خپلو ګټو پر محور ولاړې اړيکې ورغوي، هغوی بايد ټول عمر د امريکا په غوښتنه او اشاره خپل کورني او بهرني سياستونه عيار نه کړي او نه خپلې ګټې د لوېديځ له ګټو قرباني کړي.

چين له لومړۍ ورځې پر افغانستان د امريکايي يرغل او سيمه کې د لوېديځو پوځونو له شتون څخه ناراضه و؛ خو د اسلامي امارت له حاکميت وروسته يې د افغانستان په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پاليسۍ ته مخه کړې، په وار وار يې ويلي چې د افغانستان د فعلي حکومت پرېکړو ته درناوی لري او نه غواړي چې د هغوی په کورنيو چارو کې مداخله وکړي. دغه راز ياد هيواد ‎افغانستان سره اقتصادي شراکت او په ځانګړي ډول د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوال دی او په دې وروستيو کې د چينايي شرکتونو او د افغانستان اسلامي امارت ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ګڼ تړونونه هم لاسليک شوي دي.

نوره نړۍ او په ځانګړي ډول اسيايي هيوادونه هم بايد د چين په څېر خپلې پرېکړې په خپله وکړي، د افغانستان له فعلي وضعيت، پراخو طبعي منابعو او مناسب جغرافيوي موقعيت څخه د خپلو اقتصادي او سياسي ګټو لپاره استفاده وکړي او نور دې د پرديو د ګټو لپاره خپل هيوادونه او وګړي له ستونزو او مشکلاتو سره نه مخ کوي. اسلامي امارت په وار وار او په ډېر څرګند ډول ويلي دي، چې په ټول توان به د ديني او ملي ګټو په چوکاټ کې نړۍ سره د اړيکو او تعامل په برخه کې مثبت ګامونه واخلي او په خپل هيواد کې به د پانګونې لپاره مناسبې اسانتياوې ورته رامنځته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button