سرلیکنې

نړۍ سره د اسلامي امارت اړيکې د پراختيا په حال کې!

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو شاوخوا دوه نيم کاله تېرېږي، د هيواد پر ټوله جغرافيه پوره واکمن دی، د اشغال کرغېړن ټغر ټول شوی، د چارو واګي نوي خپلواک افغان حکومت ترلاسه کړي او په پوره ايماندارۍ خپلو هيوادوالو ته په بېلابېلو برخوکې خدمات وړاندې کوي او د وطن د ښېرازۍ او آبادۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، يو مرکزي او ځواکمن اسلامي نظام شتون لري، خونړۍ جګړې پای ته رسېدلي، پوره ډاډمن امنيت او ثبات رامنځته شوی او د اداري فساد، غصب او  لوټمارۍ مخه نيول شوې.

 خو له دې ټولو برياوو سره سره بيا هم د اسلامي امارت په مشرۍ نوی افغان حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی.

له بل لوري د اسلامي امارت مسئولين وايي، چې نړۍ سره د اړيکو د پراختيا لپاره يې هڅې روانې دي او دا موضوع د نړۍ ډېرو هيوادونو هم درک کړې، چې له افغانستان سره د ډېپلوماټيکو اړيکو ټينګښت يې په ګټه دی.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې سياسي او ډېپلوماټيکي اړيکې د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او زياتوي: « دا اړيکې د افغانستان او نورو هيوادونو د سوداګرۍ او د باور فضا د پياوړتيا لپاره ډېرې مهمې دي، همدا اوس د افغانستان اسلامي امارت په ۲۲ هيوادونو کې فعال سفارتونه او نمايندګۍ لري،چې قونسلي خدمتونه وړاندې کوي او په هغو هيوادونو کې د افغانانو ټولې اړتياوې پوره کېږي، همدا راز د ۱۶ هيوادونو او بنسټونو نمايندګۍ او سفارتونه په کابل کې فعال دي او هڅې روانې دي چې لمنه يې لا پراخه شي. له نورو هيوادو سره زموږ د اعتماد کچه ورځ په ورځ لوړېږي. »

په ورته وخت کې د سياسي چارو د کارپوهانو باور هم دادی، چې د سيمې هيوادو سره د افغانستان اړيکې د پراختيا په حال کې دي. رښتيا هم د دوی باور سم دی، ځکه افغانستان اوس د سيمې‌ د هيوادونو ترمنځ د اتصال ښه نقطه ده او دغه هيوادونه غواړي، چې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته لا پراختيا ورکړي، همدارنګه په چين کې د افغانستان سفارت د چارو فعاليت پيل او د سفير باور ليک ومنل شو، په پاکستان، روسيه، ايران، ترکمنستان اوازبيکستان کې هم سفارتونه افغانستان ته سپارل شوي او په دې وروستيو کې په کابل کې چې د سيمه ييزو هيوادونو د استازو غونډه رابلل شوې وه، دا ټول د دې ښکارندويي کوي، چې اوسنی حاکم اسلامي نظام د سيمې له هيوادو سره د اړيکو عادي کولو لپاره يوه سالمه ستراتېژي لري.

پورته مو هم يادونه وکړه، چې په چين کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د سفير د باور ليک منل کېدل، په افغانستان کې د امريکا د قونسلګرۍ د پرانيستل کېدو اوازې او په دې وروستيو کې ځينې نور اقدامات د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له اسلامي امارت سره اړيکې جوړې کړي.

لرې به نه وې که ووايو، چې افغان حکومت نړيوالې ټولنې سره د تعامل په هکله ډېر ګامونه پورته کړي او لا هم هڅه کوي چې دغه اړيکې پياوړي شي، نوی افغان حکومت د سيمې له ډېر هيوادو سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري او سياسي استازي يې تګ راتګ لري.

خو په دې باندې بايد بسنه ونه شي، بلکې حکومت دې په دې برخه کې خپلې هڅې لا ډېرې کړي، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې دې د نړيوالو غوښتنو په اړه يو څه انعطاف وښودل شي او د اسلامي امارت ټول ارګانونه دې د بهرنيو چارو وزارت سره په پوره هماهنګۍ اقدامات وکړي، چې په پايله کې به يې ډېر ژر د رسميت پېژندنې مزل را لنډ شي . ان شاء الله تعالی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button