سرلیکنې

نړۍ دې د افغانستان له ثبات او پرمختګ څخه وېره نه لري!

اوس چې د افغانستان څلوېښت کلنه غميزه پای ته رسېدلې، ارضي تماميت بشپړ شوی، د هيواد د تجزيې پلان او تصور له منځه تللی، د پرديو لاسونه لنډ، د سيمې او نړۍ په کچه دافغانستان پر ضد طويل المدت پلانونه او ژورې دسيسې په نطفه کې خنثی، د افغانستان پټو او ښکاره طبيعي زيرمو ته د حريصانو سترګې له خاورو ډکې، د قومي، ژبنيو او مذهبي اختلافاتو او تعصبونو پر اور اوبه تویې او بالاخره د هيواد امن او استقلال بې مثيله او بې مثاله وياړونه شول .

خو چې غمازان ولې زموږ پر هيواد دغه لورينې نشي زغملی او په ډېره سپين سترګۍ له حقايقو سترګې پتوي، د خپلو له لاسه ورکړو اغراضو د جبران لپاره بې اساسه تورونو ته د هوا ورکولو هڅه کوي ؟!!

هره ورځ د بېلابېلو سازمانونو او بنسټونو له لوري داسې له حقيقته لرې ادعاوې کېږي، چې هېڅکله يې د اثبات جرئت نشې کېدای؛ د دغه ډول تورونو او ادعاوو په مطرح کولو سره استکباري قوتونه غواړي چې سيمې او نړۍ ته د افغانستان د وضعيت ناسم او د واقعيتونو خلاف انځور وړاندې کړي.

د افغانستان اوسنی ځواکمن او مرکزي دولت د هيواد جوړونې او دايمي ثبات لپاره په چټکۍ سره کار کوي، د سيمې او نړۍ هيوادونه بايد  نه يوازې د افغانستان له ثبات او پرمختګ څخه ويره ونه لري، بلکې د لته ثبات او اقتصادي وده د دوی په ګټه هم ده. د افغانستان مناسب جغرافيوي موقعيت او پراخې طبيعي زيرمې هغه څه دي، چې د سيمې د هيوادونو د اقتصادي ودې لپاره خورا مهم ګڼل کيږي.

د سيمې هيوادونه دې، د بې ځايه تورونو، غوښتنو او فشارونو پر ځای له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، چې افغانستان دايمي ثبات ته ورسېږي او له دې لارې دې خپلې ګټې خوندي کړي. د افغانستان ثبات او پرمختګ نه، بلکې بې ثباتي او ويجاړي د سيمې او نړۍ په زيان ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button