
نړۍ باید اسلامي امارت په رسميت وپېژني
افغانستان چې د منځنۍ آسيا او مرکزي آسيا د وصل په نقطه کې موقعيت لري او همدارنګه له چين، ايران او پاکستان سره اوږدې سرحدي پولې لري اړتيا ليدل کېږي چې ياد هيوادونه د خپلو تجارتي اموالو د انتقال په موخه له افغانستان سره ښې اړيکې ولري. چين هم لېوال دی چې په افغانستان کې بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له افغان حکومت سره خپلې اړيکې پياوړې کړي. دغه راز پاکستان هم غواړي چې خپل سوداګريز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ آسيا ته او له منځنۍ آسيا څخه روسيې، چين او اروپا ته صادر کړي او په دې توګه خپل اقتصاد پياوړي کړي، نو مجبور دی چې له افغانستان سره د تعامل ، حسنه اړيکو او د رسميت پېژندنې له طريقه خپلو اهدافوته ورسېږي. همدارنګه ايران هم اړدی چې له افغان حکومت سره راشه درشه ولري او په خپل ګاونډ کې له افغانستان سره خپل روابط ښه او تجارت ته ارتقا ورکړي، چې په دې برخه کې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير اميرخان متقي سفر پاکستان ته د ارزښت وړدی چې له پاکستاني چارواکو،سياسي مشرانو او د چين د بهرنيو چارو له وزير سره يې جلاجلا ناستې در لودي په دغو ناستو کې په پاکستان کې د مېشتو مهاجرينو پر ستونزو، له پاکستان څخه افغانستان ته پر تلو راتلو او په تجارتي توګه په صادراتو کې د دواړو هيوادونو په بنادرو کې د اسانتيا ؤو پر راوستلو اوږده بحثونه اوخبرې وشوې، چی موږ دا يوه ښه لاسته راوړنه او د رسميت پيژندنې لپاره يو ښه فرصت بولو. پکارده چې د نړۍ نور هيوادونه هم ورته قدمونه واخلي او له افغانستان سره خپلې اړيکې غښتلې کړي. اوس چې نړۍ د يوکلي په څېرده او په دغه کلي کې استوګن وګړي او ملتونه يوبل ته اړتيا لري چې په خپلوکې له یو بل سره تجارتي ،اقتصادي، فرهنګي،زراعتي، طبي او صنعتي او دغه راز په وارداتي، صادراتي او تجارتي برخو کې ښې او دوستانه اړيکې ولري. په دغه نړيوال کلي کې هر ملت ځان ته جدا قوانين او د قانون په چوکاټ کې آزادي لري او هېڅوک حق نلرې چې د نورو په چاروکې مداخله وکړي. زموږ بهرنی سياست هم پر دغې بنا ولاړدی او له نورو څخه هم ورته غوښتنه لرو.