
نړیوال څه غواړي اوموږ بايد څه وکړو؟
نړيوال غواړي چې زموږ په ګران هيواد کې يو لاسپوڅی او ګوډاګی حکومت ولري او چې باداران يې هر څه ورته ووايي ، خبره يې ځمکې ته ونه غورځوي. نړيوال د افغان ملت د ښمنان نه ، بلکې د اسلامي نظام دښمنان دي او نه غواړي ، چې موږ په افغانستان کې يو اسلامي نظام ولرو، نو ځکه خو يې خپلو مذبو حانه هلو ځلو ته دوام ورکړی ، په يوه او بله پلمه يې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې موضوع ځنډولې او پر نړۍ د خپلې ملکۍ دم پخوي .
نړيوال غواړي چې زموږ په ګران هيواد کې يو لاسپوڅی او ګوډاګی حکومت ولري او چې باداران يې هر څه ورته ووايي ، خبره يې ځمکې ته ونه غورځوي. نړيوال د افغان ملت د ښمنان نه ، بلکې د اسلامي نظام دښمنان دي او نه غواړي ، چې موږ په افغانستان کې يو اسلامي نظام ولرو، نو ځکه خو يې خپلو مذبو حانه هلو ځلو ته دوام ورکړی ، په يوه او بله پلمه يې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې موضوع ځنډولې او پر نړۍ د خپلې ملکۍ دم پخوي . کله د ښځو د حقوقو ، کله د بشرد حقوقواو کله داسې نور مسايل راپورته کوي. ښځې ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي په هېڅ دين او هېڅ مذهب کې وجود نلري . که د بشر د حقوقو موضوع راپورته کوي، نو په دنيا کې د بشر ستر دښمنان خو همدا امريکا او ملګري يې دي . په حقوقي مسايلو کې د اسلام سپېڅلی دین د یهودي او مسلمان فرق نه کوی. افغانانو داسلامي نظام لپاره دا څلور لسيزې مبارزه کړې ، جهاديې کړی . قربانۍ یې ورکړي او په دې اړه هېڅ ډول جوړ جاړي او له خپلو مقدسو اهدافو څخه تېرېدو ته چمتو نه دي . موږ بايډ خپل مؤمين او مېړنی ملت د استکباري او استعماري طاقتونو پر شومو اوناولودسیسو خبرکړو. استعمار تل له کمزورو او هغه اشخاص چې له ولسي حمايت څخه په ټولنه کې برخمن نه وي کاغذي زمريان او بې ډزه قهرمانان جوړوي، وسايل او امکانات ورکوي ، د رسنيو او نورو تبليغاتي وسايلو له لارې ورته تبليغات کوي، د همدغو استعماري حکومتونو له خوا ورته مشاورين ټاکل کېږي او روزل کېږي او هر څه چې هغوی يې ترې غواړي ترسره کوي يې. موږ د تېرو څه د پاسه څلورو لسيزوتپل شويو جګړو په لړ کې دهمدغه ډول صحنوعيني شاهدان يو او دا هر څه مو وليدل چې تفصيل ته يې اړتيا نه ليدل کېږي او کله چې دوی له خپلو بادارانو نافرماني وکړي ، دواک له ګدۍ يې لري کوي او پر ځای يې بل څوک واک ته رسوي . که غواړئ چې د تېرو غميزو سلسله پای ته ورسېږي او يو قوي نظام او حکومت ولرو، نو له هر څه وړاندې بايد حکومت او ملت پخپلو کې سره يوموټی شي. لکه څنګه چې مو دنړۍ د همدغو سترو استعماري ځواکونو په مقابل کې په خپل يووالي سره هغوی ته ماتې ورکړه او ديوې پېړۍ په لړکې مو د دريو سترو امپراتور يو د ماتولو وياړ خپل کړ، لرې نه ده ، چې په ساړه جنګ کې هم هغوی مات کړو او د استعمار دغه شعار شنډ کړو ، چې وايي: « بې اتفاقي واچوه او حکومت پرې کوه.» موږ سره يو وو، سره يو يو او یو موټی به پاتې شو. لکه چې وايي:« ستاله خيره موتوبه ده، خو داسپي دې در وتړه» که نړۍ مو په رسميت پېژني کوريې ودان او که نه موږ بښلي ياست، موږ ويښئ.